د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز او له نشه يي توکو سره د مبارزې د توقیفخونې ارزونه پایته ورسېده
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په لارښونه، د دې ادارې د کورني تفتیش د رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید" په مشرۍ یوه پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز او د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې د توقیفخونې له چارو ارزونه چې څه موده مخکې یې پیل کړې وه، بشپړه کړه. د پلاوي په وینا، دوی د خپلو ارزونو په ترڅ کې د یاد مرکز او توقیفخونې د ښوونیزو او اصلاحي پروګرامونه، اداري او کاري شعبې، روغتیایي، اعاشوي او اباتوي خدمتونه ارزولي دي. داراز، پلاوی زیاتوي چې دوی په نوموړي مرکز او توقیفخونه کې د محجوزینو او توقیفیانو د انساني او شرعي حقونو د رعایتولو، د هغوی د دوسیو پر وخت تعقیبولو او یو شمېر نورې مهمې برخې هم له نږدې ارزولې دي او د خپلې ارزونې پایله یې تر ډېره مثبته یاده کړې ده. محرم الحرام ۱/ ۱۴۴۵ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
