د ښوونې او بیا روزنې رئیس او مل پلاوي د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې ښوونیزې چارې وارزولې
د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او دعوت او ارشاد رئیس مولوي صدیق الله "صدیقي" په داسې حال کې چې یو شمېر اړوند مسوولین هم ورسره وو، د کابل د نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې له مسوولینو سره ولیدل او د یادې توقیفخونې ښوونیزې چارې له نږدې وارزولې.
محترم مولوي "سادات" د یادې توقیفخونې له توقیفیانوسره ژمنه وکړه چې دلته به د ښوونیزو پروګرامونو بهیر پراخ کړي، چې دا خبره د نوموړو توقیفیانو د خوښۍ وړ وګرځېده او ډاډ یې ورکړ، چې دوی به دغو ښوونیزو پرګرمونو ته دوام ورکړي، ترڅو د بند مودې پای ترسیدو وروسته به خپلو ورځنیو چارو کې ترې ګټه واخلې.
داراز د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" وویل: « تاسو باید له دې فرصت څخه ډېره ګټه واخلئ، دیني او شرعي علوم ښه زده کړئ، په خپلو ورځنیو چارو کې ترې ګټه واخلئ او نورو ته یې هم ورزده کړئ».
د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې پورې اړوندې د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونه کې د دغو زده کړو بهیر په دوامداره توګه جاري دی او توقیفیان په کې په ډېرې لېوالتیا او مینې برخه اخلي.
ذوالقعده-۴/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
