د څرخي پله مرکزي محبس رئیس د پرسونل د غذا له بهیر څخه لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د څرخي پله مرکزي محبس رئیس چې یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله، د دې زندان د پرسونل د غذا د برابرولو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د غذایي توکو د کیفیت، پاکوالي او د خوړو د چمتو کولو څرنګوالی یې له نږدې وڅېړه.
د یادې لیدنې پر مهال، د نوموړي محبس رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار" اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د پرسونل لپاره د صحي، معیاري او مناسبې غذا برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي او ډاډ ترلاسه شي چې د خوړو د برابرولو ټول اصول او معیارونه په بشپړه توګه مراعتېږي.
نوموړي همدارنګه د پرسونل د خدمتونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د پرسونل د روغتیا ساتنه او کاري اسانتیاوې د ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د یادونې وړ ده چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري وخت پر وخت د زندانونو بېلابېلو برخو څخه لیدنې ترسره کوي، څو د چارو د لا ښه تنظیم او شفافیت ډاډ ترلاسه شي.
رجب المرجب ۱۴/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
