د پکتیکا ولایت د زندان لپاره نوي امر په کار پیل وکړ

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۵:۷
پکتیکا

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله  "بدر "  په داسې حال کې چې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج پاسوال اسدالله  "مولانا " یې ملتیا کوله پکتیکا ولایت ته په  سفر ولاړ او هلته یې د یو لړ جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د ادارې له اړتیا سره سم محترم ملا حکمت الله چې تر دې مخکې د د زابل ولایت د زندان امر و، د پکتیکا ولایت د زندان د نوي امر په توګه د دې زندان پرسونل ته معرفي او نوموړي هم رسماً خپله دنده پیل کړه.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل: « افغانستان زموږ او ستاسو ګډ کور دی او په هره برخه او منصب کې چې یوو نو خدمت کول یې پر موږ لازم دی او لکه څنګه چې د زندانونو مسوولیت یو دروند کار دی، نو زندانیانو ته خدمت کول هم لویې حوصلې او زغم ته اړتیا لري او زه ډاډه یم چې د دې ادارې ټول مسوولین ترې برخمن دي». 

همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال   د پکتیکا د زندان د پخواني امر خدمتونه او لاسته راوړنې وستایلې او نوي امر ته یې د دې زندان له پرسونل سره په ګډې همکارۍ او همغږۍ د مسوولیتونو د ښه ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

په ورته مهال، د پکتیکا ولایت د زندان نوي امر محترم ملا حکمت الله د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې موخه مې خپل هېواد ته خدمت کول دي، نو په دې برخه کې د  مشرانو اطاعت کوم او راسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ سرته رسوم. 

 

ذوالحجة الحرام ۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۱۳
Background image

د پکتیا زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح مرکز له محجوزینو سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو، حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، چې په کې قرطاسیه، کمپلې، برېښنايي بخارۍ، او یوشمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل و، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۴۳
Background image

ولایتي خبرونه:(پکتیا، هلمند، جوزجان، هرات) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اهل سنه والجماعة) کتاب سیالۍ ترسره شوه.

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان زندانیانو برخه اخیستې وه، د الکوثر فکري او فرهنګي ټولنې او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

. . .

BACK TO NEWS