د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ولایت د څرخي پله له مرکزي محبس او کلینیک سره د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه
د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ولایت د څرخي پله له مرکزي محبس سره د اړتیا وړ توکو د مرستې له جملې چې په کې د ځان مینځلو، جامو مینځلو، او تشناب مینځلو توکو ترڅنګ د ابو ترموزونه، سطلونه، تشتونه، لوټکې، دسترخوان او د نوموړي کلینیک لپاره دوه صحیي کېټونه شامل دي چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد کلینیک او محبس مسوولینو ته وسپارل شول.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" چې د یادو مرستو همغږی کوونکی دی وویل: «تل کوښښ کوو، څو په بېلابېلو برخو کې له ملي او نړیوالو مرستندویو بنسټونو مرستې جذب او په روڼه توګه یې په زندانیانو وویشو.
دا راز، د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس او کلینیک مسوولینو د یادو بنسټونو څخه د خوښۍ ترڅنګ یادې مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
ذوالحجة الحرام ۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
