د هرات ولایت د توقیفخونو د امرینو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار پای ته ورسېد

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۱:۵۲
هرات

د هرات ولایت د توقیفخونو د امرینو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار پای ته ورسېد

 

د هرات ولایت د زندان د مسوولینو له لورې د یاد ولایت د توقیفخونو د امرینو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی درې ورځینی سیمینار پای ته ورسېد .

د نوموړي ولایت د زندان د مسوولینو په وینا، یاد سیمینار کې د تجربه لرونکو ښوونکو په مټ د دې ولایت د توقیفخونو امرینو ته د تورنو د ساتنې، له هغوی سره د ښه چلند، داعاشې، اباتې،  محاکمو ته د تورنو انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهمو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول.

داراز، د سمینار ګډونوالو د زندان رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې دا ډول سمینارونه د دوی د پوهې په لوړولو کې اړین دي او په اداري چارو یې مثبت اغیز کوي.

نوموړو ژمنه وکړه چې ترلاسه کړې زده کړې به له اړوندو توقیفخونو کارکوونکو سره شریکې او په کاري ماحول کې به ترې پوره ګټه پورته کړي.

د یادولو ده چې د یاد سیمنار په پای مراسمو کې  د دې زندان د مسوولینو له لورې نوموړو امرینو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

 

ربیع الاول ۲۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، لغمان، غزني، غور) د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره مرسته وکړله

د نوموړي زندان مسوولینو وویل، د یاد زندان د مسوولینو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره مالي مرسته را ټوله کړې او د یاد ولایت د مرستو راټولو کمېسیون ته یې وسپارل، چې د زلزلې له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له مشرې  سره تودیعي ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دې ادارې یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۳۸
Background image

د کونړ ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا مولوي نعمت‌الله "زيد" د کونړ ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS