د ننګرهار ولایت په زندان کې ( ۱۱۰) تنه محبوسین، محجوزین او توقیفیان د قران کریم حفظ، ناظري او سولر جوړونې زده کړو له دورو څخه فارغ شول

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۴۲
فراغت

په دې اړه جوړه شویو مراسمو کې چې د زندانونو چارو د سمون ادارې  نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"او یو شمېر مرکزي او سیمه ییزو مسوولینو او علماوو ګډون درلود، له یادو دورو څخه د نوموړو محبوسینو، محجوزینو او توقیفیانو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال د دوی د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې زندانیانو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابرې شوې نو لازمه ده چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او د دغه طلايي وخت څخه ګټه پورته کړي.

دا راز، نظامي مرستيال په خپلو خبرو کې وویل؛ د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌ الله) له لوري د زندانیانو لپاره جوړ شوی طرزالعمل د مرکز او ۳۳ ولايتونو ته لېږل شوی او په دوامداره توګه يې تطبيق او څارنه ترسره کيږي.

همداشان، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر زیاته کړه، د نوموړې ادارې اړوند د هيواد په هيڅ زندان کي زنداني سره ظلم نه دی شوی او رسنۍ کولای شي هر وخت له زندانونو څخه ليدنه وکړي.

همهاله، د یادې غونډې ویناوالو د قرآن عظم الشان په فضیلت او د بنديانو د اصلاح په اړه خبرې وکړې او د حفظ دورو او حرفوي زده کړو دوامدار تنظيم او ترتیب یې نيک ګام وباله او زياته يې کړه، چې زندان د مجرمینو د ژوند لپاره يو تربيتي پړاو دی بايد دوی د خپلې اصلاح لپاره کار وکړي.

د یادونې ده، چې ننګرهار محبس کې د نعمان بن ثابت (رحمه الله) مدرسې څخه د ديني او حرفوي برنامو له لارې ۱۱۰ تنه زندانیان فارغ شول، چې له دې جملې څخه ۸۰ تنه د قرآن کریم د حفظ او ناظرې دورې بشپړې کړې، او ۳۰ تنه نورو زندانیانو ته د سولر جوړونې برخه کې زده کړې ورکړل شوي.

په پای کې، یادو فارغ شویو زندانیانو ته د فضیلت پګړۍ پر سر تړلو سره یاد مراسم د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسېدل.

 

ذوالحجة الحرام ۲۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د تخنیک او اسلحو عمومي مدیریت له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د تخنیک او اسلحو عمومي مدیر سمونوال مولوي محمد برات "ابوبکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۵۸
Background image

ولايتی خبرونه:(پکتیا، ننګرهار، سرپل) د سرپل ولایت د زندان د زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېدل

د یاد زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل:« دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده او د مسلمانانو د نفس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

ولایتي خبرونه: (سرپل، سمنګان، غور) د سرپل، سمنګان او غور ولایتونو د زندانونو څخه په سلګونه تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یادو ولایتونو د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته د سرپل، سمنګان او غور. . .

BACK TO NEWS