د ننګرهار ولایت د توقیفخونو امرینو ته ۳ورځینې روزنیز سیمینار پیل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۵:۲۲
ننگرهار

د ننګرهار د مرکزي زندان رئیس محترم مولوي بلال"شاهین"، د دې ولایت د (۱۲)ګونو توقیفخونو امرینو لپاره د یاد سیمنار د پرانیستنې په مراسمو کې د سیمینار پر ارزښت خبرې وکړې او له امرینو یې وغوښتل، څو له دې ښه فرصت او روزنې څخه په ګټنې خپلې چارې منظمې او چټکې کړي.
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت د مرکزي زندان د عقیدتي برخې مسوولینو په خبلو خبرو کې د سیمینار برخه والو ته د روزنې په جریان کې د نظم او شرعي اصولو رعایتولو په هکله یوشمېر ګټورې لارښووني وکړې.
یاده دې وي، چې د نوموړي ۳ورځیني روزنیز سیمینار ګډونوالو د دا ډول پروګرامونو پلي کول د دوی او له توقیفیانو سره د چلند په چارو کې ګټور وبلل او زیاته یې کړه، چې د دې سیمینار پرمهال ترلاسه کړې روزنې به په خپلو کارځایونو کې له نور پرسونل سره هم شریکوي، څو هغوی هم ترې برخمن شي.

ربېع الاول ۶/ ۱۴۴۴  
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

په خوست زندان کې د ۱۱ عشاريه څلور میلیونه افغانیو په لګښت د بلاک دوهم منزل د جوړولو چارې پیل شوې

د یاد بلاک د جوړولو چارو د پیل په مراسمو کې د خوست ولایت مرستیال والي محترم الحاج مولوي محبوب شاه "قانت"، د جهادي مدرسې مهتمم محترم شیخ الحدیث افضل حسین "حسیني"، د خوست زندان امر محترم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۵
Background image

د پکتیکا والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د پکتیکا والي محترم   الحاج ملا مهرالله "حماد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

BACK TO NEWS