د ننګرهار له زندانه ۱۴ تنه بندیان خوشې شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۳:۱۳
ننگرهار

د ننګرهار له مرکزي زندان څخه ۱۴ تنه بندیان، چې د دغه ولایت د عدلي او قضايي اورګانونو له خوا یې جرمي دوسیې څېړل شوې وې او د بند موده یې بشپړه شوې وه، تېره ورځ په قانوني او اوصولي توګه خوشې شول.
د یاد زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې له نوموړو ازادو شویو کسانو څخه د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د وینا پرمهال وغوښتل، څو هڅه وکړي د ټولنې د نظم خرابوونکو اعمالو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.
د زندانونو چارو د سمون اداره کوښښ کوي، څو د هېواد له عدلي او قضايي اورګانونو سره په همکارۍ د بندیانو، تورنو او محجوزینو دغې مهمې غوښتنې ته د رسېدنې، یعنې د دوسیو پروخت څېړلو لپاره لازمې قانوني حللارې او اسانتیاوې برابرې کړي.

رجب المرجب ۲/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS