د میدان وردگ ولایت د زندان امر او مل پلاوي یې د دې ولایت د جلریز ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ارزونه وکړله
د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" او مل پلاوي د جلریز ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ اداري او تخنیکي چارو د ارزونې ترڅنګ د توقیفخونې له توقیفیانو سره له نیږدې ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د شرعي اصولو په رڼا کې به د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.
صفر المظفر ۸/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
