د مرکز او ۱۹ ولایتونو د زندانونو د عفوې او تخفیف فرمانونو د پلې کولو مدیرانو او مسوولینو روزنیز ورکشاپ پایته ورسېد

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۷:۱۸
workshop

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخې او (۱۹) ولایتونو د زندانونو د عفوې او تخفیف فرمانونو د پلې کولو مدیرانو او مسوولینو لپاره د (عفوې او تخفیف د فرمانونو د پلې کولو او د حبس او حجز بدیلونو بهیر) تر عنوان لاندې دا جوړ شوی روزنیز ورکشاپ چې تېره ورځ پیل او نن(سې شنبې) پایته ورسېد، موخه یې د عفوې او تخفیف د فرمانونو پلي کول او د حبس او حجز د بدیلونو لټول او عملي کولو اړوند معلومات او روزنه ورکول وو.
په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي"اخندزاده"، د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث " سادات"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، ویناوالو یې د ورکشاپ ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې دا روزنې ډېرې مهمې وګڼلې او ترې یې وغوښتل، چې په ورکشاپ کې زده کړې روزنې په خپلو ولایتونو کې له نورو همکارانو سره شریکې کړي.
د دغې ورکشاپ د پای لپاره مراسمو کې ګډونوالو ته د فراغت د سند په توګه تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

شعبان المعظم ۲۱/ ۱۴۴۳
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په ملتیا د یادې توقیفخونې د نوې ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

ولایتي خبرونه: (بدخشان، نورستان، بادغیس)

د بدخشان، نورستان او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

BACK TO NEWS