د مرکز او یوشمېر ولایتونو د زندانونو د عفوې او تخفیف فرمانونو د تطبیق مدیرانو او مسوولینو لپاره، د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا دوه ورځينی روزنیز ورکشاپ پیل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۸:۲۸
ورکشاپ

د ادارې د مرکزي برخې او (۱۹) ولایتونو د زندانونو د عفوې او تخفیف فرمانونو د تطبیق مدیرانو او مسوولینو لپاره د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي معاونیت له خوا د (عفوې او تخفیف د فرمانونو د تطبیق او د حبس او حجز بدیلونو بهیر) په نوم د دې جوړ شوي دوه ورځيني رونیز ورکشاپ موخه، یادو مدیرانو او مسوولینو ته د ورسپارل شویو دندو او وظایفو په سمه، قانوني او اصولي توګه ترسره کول دي.
دا ورکشاپ دوه برخې لري، چې یوه یې د عفوې او تخفیف د فرمانونو پلي کول او بله یې د حبس او حجز د بدیلونو لټول او عملي کول دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" د دې ورکشاپ د پرانیستنې د مراسمو پرمهال، چې د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث" سادات"، له عدلي او قضايي بنسټونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د ورکشاپ ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل:« تاسو ته چې کوم مسوولیتونه درکول شوي، نو لازمه ده چې ټول مهارتونه یې زده او پوهای یې ترلاسه کړئ او دا کار به مو د نظام د بقا او ملاتړ لپاره مثبت ګام وي.
په ورته وخت کې د ادارې له عدلي او قضايي بنسټونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" هم په یادو مراسمو کې د نوموړي ورکشاپ ګډونوالو ته لارښوونه وکړه، څو په ورکشاپ کې د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه له خوا د بېلابېلو مناسبتونو په ویاړ د زندانیانو د جرمونو د عفوې او تخفیف اړوند صادرېدونکو فرمانونو څخه د برخمنېدو لپاره د وړ او په شرایطو برابر زندانیانو د ښه تشخیص په هکله معلوماتو او روزنو ته ښه ځیر واوسي، څو یې پر تشخیص د الله(ج) او ادارې پروړاندې خپل مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي.
په پام کې ده، چې د دغې ورکشاپ په پای کې به ګډونوالو ته د فراغت د سند په توګه تصدیق پاڼې هم ورکول شي.

شعبان المعظم ۲۰/ ۱۴۴۳
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۶
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
Background image

ولایتي خبر: (غزني) د غزني ولایت له زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، (۳۶) د حفظ الصحې کېټونه او (۵۶) کارټنه ډيټول صابون شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

BACK TO NEWS