د فاریاب ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د قرآن کریم د حسن قرائت سیالي ترسره شوه
یاده سیالي چې د دې زندان د ښوونې او بیا روزنې مدیریت د هڅو په ترڅ کې د محبوسینو او توقیفیانو د دیني پوهې لوړولو او د سالمو فعالیتونو د پراختیا په موخه جوړه شوې وه، په کې د نوموړي زندان د لومړي بلاک یو شمېر محبوسینو او د توقیفخونې توقیفیانو ګډون کړی و، چې د قرآنکریم د حفاظو کرامو او ښوونکو له خوا د هغوی په کره توګه تر ارزونې وروسته غوره ګډونوال وستایل شول.
د فاریاب ولایت د زندان د مسوولینو په خبره، د دا ډول سیالیو ترسره کول د محبوسینو په فکري اصلاح، روحي ارامتیا او مثبت بدلون کې مهم رول لري او په راتلونکي کې به هم دوام ولري.
رجب المرجب ۱۱/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
