د غزني ولایت زندان له یو تن پایواز څخه نشه يي توکي کشف او ضبط شو
یو تن پایواز چې غوښتل یې په خپله لکړه کې په ماهرانه توګه ځای پرځای کړي یو اندازه نشه یي توکي (پوډر) د غزني ولایت زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بیدارو امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال ترې کشف، ضبط او له لېږدوونکي سره یوځای د یوې دوسیې په ترڅ کې رسماً اړوندې برخې ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شول. رجب المرجب ۱۳/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
