د سمنګان ولایت زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۱۹
ولاینی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" له لورې محترم ملا محمد جان سمنګان ولایت د زندان نظامي مدیر په توګه د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.

داراز، محترم مولوي کمال الدین زاهد په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت د زندان د مخکېني امنیتي مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې، د یاد زندان نوي نظامي مدیر د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو د مننې ترڅنګ، ژمنه  وکړله، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د زندانونو د لا ښه امنیت په ساتنه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

محرم الحرام ۲۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د سمنګان ولایت زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د بلخ ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" له لورې محترم ملا محمد جان سمنګان ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۲۰
Background image

فاریاب او سرپل ولایتونو د زندانونو لپاره نوي نظامي مدیران وټاکل شول

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د بلخ ولایت د زندان رئیس مولوي کمال الدین "زاهد" له لورې محترم مولوي عبدالصمد"روحاني" د فاریاب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۲۱
Background image

د کونړ ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

د زندانونو چارو د تنظم ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه ملا محمد نور بلال "شاهین" د کونړ ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړله

په دې اړه جوړو شویو مراسمو. . .

BACK TO NEWS