د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د هرات ولایت له زندان سره د روغتیايي او نورو اړینو توکو مرسته وشوه

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۸:۵۰
هرات

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د حمام د صابون، د جامو مینځلو پوډرو، د غاښونو کریم او برس، د اوبو ترموز، جارو او دسترخوان په ګډون د یو اندازه نورو اړتیا وړ توکو مرسته وشوه، چې د مسوولینو له خوا او د یادې کمېټې د استازو په شتون کې په شفافه توګه د نوموړې توقیفخونې پر توقیفیانو ووېشل شول.

د هرات ولایت د زندان مسوولینو له نوموړې کمېټې څخه د مننې ترڅنګ، دا ډول مرستې مهمې وبللې او هیله یې څرګنده کړله، چې نور کورني او نړۍوالو بنسټونه دې هم د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سره د زندانیانو د لا ښې ساتنې په برخه کې د هغوی د ژوند لومړنیو او نورو اړینو توکو په برابرولو کې مرسته او همکاري وکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د ایران اسلامي جمهوري دولت له لورې(۱۶۴) تنه محکوم په حبس افغانان ا.ا.ا. ته وسپارل شول

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په غړیتوب د افغان زندانیانو د رالېږد کمېټې په هڅو او د ایران اسلامي جمهوري دولت د حسن نیت پر بنسټ تېره ورځ د (۳) مېرمنو په ګډون(۱۶۴) تنه محکوم په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څرخي پله مرکزي محبس د امنیتي معاون په دنده پېل وکړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا  عالي مقام په منظورۍ  د څرخي پله مرکزي محبس د نوي امنیتي معاون په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د شفاهي هدایت سره سم په کندهار زندان کې فقهي مجلس دائر شو

یاد مجلس، چې د کندهار زندان په مسجد کې دایر شوی په کې د کندهار زندان رئیس محترم مولوي محب الله "ګرمسیري"، د کندهار زندان مدرسې(مصباح العلوم منصوریه) اړوند (٥٥) تنو علماوو او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS