د زندانو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له استازو سره ولیدل
محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" تېره ورځ د نوموړي وزارت له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وليدل او پر ځینو اړوندو مسایلو یې بحث وکړ او تر هغې وروسته په ګډه د څرخي پله مرکزي زندان ته ولاړل، هلته یې له مسوولینو او پرسونل سره د زندانیانو لپاره د دیني زده کړو بهیر ارزونه وکړه.
داراز، د زندانو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او د یاد وزارت استازو د دغه زندان له زندانیانو سره هم له نږدې وکتل او نوموړو استازو هغوی ته توصیه وکړه، څو د تل په څېر خپل ځانونه په نبوي(ص) سنتو برابر، پینځه وخته لمونځ په جماعت ادا، ښه کارو نه ترسره او په راتلوونکې کې د قانون او د ټولنې د نظم خلاف اعمال ترسره نه کړي.
په ورته وخت کې، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د امر باالمعرف او نهي عن المنکر وزارت استازو ته ډاډ وکړ، چې د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې او د عوت او ارشاد ریاستونو په هڅو د دیني او عصري زده کړو، عقیدتي، فکري او فرهنګي درسونو بهیر له څو میاشتې راهیسې روان دی او د دې ادارې پرسونل او زندانیان ترې برخمن دي او ورسره د ادارې نظامي معاونیت هم د اسلامي شریعت په پلې کولو کې پوره وڼده لري، چې د نوموړي وزارت استازو له یاد بهیر څخه د خوښۍ په څرګندولو، د زندانیانو لپاره د زده کړو او ښو خدمتونو وړاندې کول ګټور ګام وباله او له زندانیانو یې و غوښتل، څو ترې ښه استفاده وکړي او د بند مودې تر پایته رسېدو وروسته یې پر مټ ټولنې ته د سالمو وګړو په توګه د ښه خدمت جوګه شي.
محرم الحرام ۲۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
