د زندانونو چارو د سمون ادراې د دعوت او ارشاد رئیس د یادې ادارې د ملکي او نظامي پرسونل د دینې زده کړو له بهیر څخه لیدنه وکړه
محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" په داسې حال کې چې د دې ریاست یو شمیر نور مسوولین هم ورسره وو، د دغې ادارې د مرکزي برخې ملکي او نظامي پرسونل لپاره د دیني زده کړو له روان بهیر څخه لیدنه وکړه او د نوموړي پرسونل د پراخ ګډون له امله یې د خوښۍ په څرګندولو سره له هغوی وغوښتل، چې له دې طلايي فرصت څخه ډېره ګټه واخلي او ټولنې ته د ښه خدمت کولو لپاره خپل ځانونه په دیني او عصري زده کړو ښه سمبال کړي.
په ورته وخت کې، نوموړو ګډونوالو د یادې ادارې له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ دوی ته د دیني زدهکړو د برنامو پلي کول مثبت وګڼه او د ورته نورو ګټورو ښوونیزو او روزنیزو برنامو پر دوام یې ټینګار وکړ.
په پای کې د دعوت او ارشاد ریاست مسوولینو له لورې د یاد بهیر پر ګډونوالو د لاښې هڅونې په موخه یو اندازه قرطاسیه هم وویشل شوه.
جمادالثاني- ۲۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
