د زندانونو چارو د سمون ادارې (۴۰) تنو د اوپراسیون امرینو ته د ښوونیز او مسلکي کورس پنځلس ورځنۍ دوره پیل شوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۳۷
مرکز تعلیمی

د زندانونو چارو د سمون ادارې (۴۰) تنو د اوپراسیون امرینو ته د ښوونیز او مسلکي کورس پنځلس ورځنۍ دوره پیل شوه

 

دغه کورس، چې د پنځلس ورځو لپاره دی، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او روزنې قومندانۍ د تعلیمي مرکز له خوا جوړ او په کې د ادارې د مرکزي برخې او د ولایتونو له زندانونو څخه (۴۰) تنه د اوپراسیون امرینو ګډون کړی.

یادو ګډونوالو ته په نوموړي کورس کې د بندیانو د ساتلو، ښه چلند کولو، د زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او نظامي یونیفورم څخه د استفادې اړوند لازمې مسلکي زده کړې ورزده کول کېږي.

په همدې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج اسدالله "مولانا"، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي نورالله "درویش"، د پلان او اوپراسیون عمومي مدیر محترم مولوي شاه محمد "مفکر"، د دې مرکز استادانو او یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، د یاد ښوونیز او مسلکي کورس ګډونوالو ته په خبرو کې وویل: « ټول نظام په ځانګړې توګه دا اداره تاسو ته سترګې په لار ده، نو د ښوونکو له خوا چې درته کومې زده کړې درکول کېږي په غور سره زده، په خپلو چارو کې یې عملي او د خپلو مشرانو اطاعات وکړئ».

داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د روزنیز او مسلکي کورس د نظامي برخې ګډونوالو زده کوونکو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه « دا چې د زندانیانو ساتل لوی مسؤلیت دی نو د زندانونو چارو د سمون اداره تل کوښښ کوي څو د ادارې د نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې د مختلفو برنامو له لارې داسې وروزي چې کاري وړتیا یې لوړه او ورسپارل شوې مسوولیتونه په پوره رېښتینولۍ، صداقت او زړورتیا سره ترسره کړي.

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یاد کورس ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې بېرته چارو ته پر ورستنېدو له زندانیانو سره لا نور هم ښه چلند وکړي او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي، څو ټول محبوسین، تورن او محجوزین د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.

همداراز، د ادارې د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي نورالله درویش د کورس ګډونوالو ته په خبرو کې وویل د ا.ا.ا. بیا واکمنېدو سره د نوموړې مرکز څخه سلګونه تنه افسران، ساتمنان او سرتیري فارغ شوي چې اوس عملاً د هېواد په ټولو زندانونو کې په دندو بوخت دي او د زده کړو دا لړۍ دوام لري.

محترم مولوي درویش د کورس ګډونوالو ته زیاته کړه چې ادارې ستاسو د ښې روزنې لپاره د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې نو لازمه ده چې دغه فرصت څخه ګټه پورته او خپل وخت ضایع نه کړئ.

د یادونې وړ بولو، چې د دغه پنځلس ورځنیز ښوونیز او مسلکي کورس (۴۰) تنو ګډونوالو ته به د کورس په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا د فراغت د سند په توګه تصدیق پاڼې هم ورکړل شي.

 

ربیع الاول ۲۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، لغمان، غزني، غور) د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره مرسته وکړله

د نوموړي زندان مسوولینو وویل، د یاد زندان د مسوولینو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره مالي مرسته را ټوله کړې او د یاد ولایت د مرستو راټولو کمېسیون ته یې وسپارل، چې د زلزلې له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له مشرې  سره تودیعي ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دې ادارې یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۳۸
Background image

د کونړ ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا مولوي نعمت‌الله "زيد" د کونړ ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS