د زندانونو چارو د سمون ادارې (۱۲۴) تنو منسوبینو ته ښوونیز او مسلکي کورس پیل شو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۴۸
آمرین

دغه کورس، چې د درې میاشتې لپاره دی، د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز له خوا جوړ او په کې د ادارې د مرکز او (۳۳)ولایتونو (۱۲۴) تنه منسوبین ګډون کوي.

یادو ګډونوالو ته په نوموړي کورس کې د بندیانو د ساتلو، ښه چلند کولو، د زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او نظامي یونیفورم څخه د استفادې اړوند لازمې مسلکي زده کړې ور زده کول کېږي.

په همدې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور طیب، د نظامي ښوونې او روزنې د واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود ، د یاد ښوونیز او مسلکي کورس ګډونوالو ته په خبرو کې وویل: « ټول نظام په ځانګړې توګه دا اداره تاسو ته سترګې په لار ده، نو د ښوونکو له خوا چې درته کومې زده کړې درکول کېږي په غور سره زده او په خپلو چارو کې یې عملي کړئ».

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر زیاته کړله، چې د کبر او غرور څخه ځان وساتئ د یو او بل احترام د صبر او حوصلې څخه په خپلو چارو کې کار واخلئ او تل مو هڅه خپلو خلکو او هیواد ته خدمت کول وي.

د یادونې وړ بولو، چې د دغه درې میاشتیني ښوونیز او مسلکي کورس (۱۲۴) ګډونوالو ته به د کورس په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا د فراغت د سند په توګه تصدیق پاڼې هم ورکړل شي.

 

ربېع الاخر ۲۹/ ۱۴۴۷

د مقام د فتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS