د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۵:۲۶
رییس ارکان

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په سپارښتنه، د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي، تېره ورځ د هلمند ولایت له مرکزي زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله خبرې اترې وکړې.
همداشان ، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د زندان امنیتي او اداري شعبې، روغتیا، پخلنځی، خواړه، د څښاک اوبه او بېلا بېلې برخې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي.
داراز، پلاوي د دغه زندان د زندانیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او اړوندو مسوولینو ته یې د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښونې وکړې.
یاد پلاوي د هلمند ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له زندانیانو سره یې د نوموړو مسوولینو ښه چلند وستایه. 

شوال المکرم ۱۲ / ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اسلام اساسات) کتاب تر نامه لاندې سیالۍ پای ته ورسېدې

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان (۱۵۰) تنو زندانیانو برخه اخیستې وه، د هغوی د فکري روزنې او د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ او د نوموړي زندان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه : (غور، هرات) د غور ولایت د زندان (۷۶) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۸
Background image

د ا.ا.ا. د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي د ترکیې هېواد د زندانونو ادارې عمومي رئیس سره ولیدل.

 

د ا.ا.ا د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په استانبول کې د ا.ا.ا. جنرال قونسل محترم مفتي محمد عظيم "عظيمي" په ملتیا د  زندانونو د روزنې او. . .

BACK TO NEWS