د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د غزني ولایت د زندان څخه لیدنې ترڅنګ د دې ولایت له والي سره هم ولیدل ـ

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۵:۰
غزنی


د دې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور  "طیب" او داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" په مشرۍ پلاوي چې د کشف ریاست معاون محترم مولوي نیک محمد "منیب" او یو شمیر مسئولین هم شتون درلود، د دې ولایت د زندان څخه لیدنې پرمهال یې د زندان رئیس محترم محمد نور  "بلال شاهین "سره خبرې وکړې او هغوی هم ورته له خپله اړخه د زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې. 
همداشان، پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ولیدل، د هغوی روا غوښتنې یې واورېدې او د رسېدنې په موخه یې د زندان مسوولین متوجه کړل.
داراز، پلاوي د یاد ولایت د زندان له روغتیايي چارو، پلورنځي، امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو وضعیت وارزوه او د شته ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې، پلاوي د غزني والي سره چې د دې زندان رئیس محترم د محمد نور بلال شاهین هم شتون درلود ولیدل او په اړوندو مسایلو ورسره خبرې وکړې.
نوموړي پلاوي د غزني والي محترم مولوي عبدالصمد "جاوید " سره ولیدل او په اړوندو مسایلو ورسره خبرې اترې وکړې.
 په دې لیدنه کې د غزني محترم والي د زندانیانو لپاره د ښو خدماتو  رامنځ ته کولو په موخه د مننې ترڅنګ د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره په دوامداره توګه د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

رجب المرجب ۲۷/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست 
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د تخنیک او اسلحو عمومي مدیریت له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د تخنیک او اسلحو عمومي مدیر سمونوال مولوي محمد برات "ابوبکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۵۸
Background image

ولايتی خبرونه:(پکتیا، ننګرهار، سرپل) د سرپل ولایت د زندان د زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېدل

د یاد زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل:« دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده او د مسلمانانو د نفس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

ولایتي خبرونه: (سرپل، سمنګان، غور) د سرپل، سمنګان او غور ولایتونو د زندانونو څخه په سلګونه تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یادو ولایتونو د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته د سرپل، سمنګان او غور. . .

BACK TO NEWS