د زندانونو چارو د سمون ادارې په مرکزي برخو کې یو لړ نوې ګومارنې وشوې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۴۸
معرفی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، محترم سید موسی "سادات" د کشف ریاست اوپراتېفي معاون، محترم مولوي شهیدالله "خالد" د فتحې څخه مخکې د مجاهدینو د ثبت امر، محترم مولوي محمد یونس "سحر" د فرمانونو پلې کولو امر، محترم مولوي عبدالله د کابل ولایت د بندخونو ریاست د پالېسۍ او مسلکي چارو سمبالښت امر او محترم صدیق الله د تفتیش ریاست د نظامي چارو د تفتیش مدیر په توګه د جلا جلا مراسمو پرمهال اړوند ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي شول.

د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" او د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن"سعید"په داسې حال کې، چې د کابل ولایت د توقیفخونو رئيس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف" د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عبدالشکور "طیب" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د مخکینو مسوولینو ترسره کړې دندې او هڅې وستایلې او زیاته یې کړله، «په اداره کې ادلون بدلون یو اداري اصل دی او موخه یې د چارو لا ښه والی او پرمختګ دی او مونږ ډاډه یو چې ټول یې په ورین تندي مني».

محترم قاري رحمت الله ګلزاد او محترم مولوي ضیاء الرحمن سعید  د یاد مراسمو پرمهال په خپلو خبرو کې وویل؛ دولتي څوکۍ امتیاز نه بلکې مسوولیت دی او  په اسلامي نظام کې هر مسوول ته د مسوولیت سپارل یو امتحان دی او باید په دې امتحانه کې د بریالیتوب لپاره ډېر احتیاط وکړو.

په ورته وخت کې، نویو ګومارل شویو مسوولینو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر دوی د دې باور له امله مننه وکړله او وویل؛ که څه هم دا د دوی لپاره یو دروند بار او مسوولیت دی، خو هڅه به وکړي چې اسلام او هېواد ته د لا ښه خدمت لپاره په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره کړي.

 

ذوالقعده ۲۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۵۶
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیکا ولایت د زندان وضعیت وارزاوه

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۴
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت له زندانه ارزونه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۰:۱۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب"، د نظامي. . .

BACK TO NEWS