د زندانونو چارو د سمون ادارې په مرکزي برخو کې یو لړ نوې ګومارنې وشوې

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۲۲
noori

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا عالي مقام په منظورۍ محترم غوث الدین "سیف" د یادې ادارې د داخلي پلټنې د رئیس، محترم سید اقا "موسوي نژاد" د پلان او پالېسۍ د رئیس، محترم چهاري قل  "ادیب" د معلوماتي ټېکنالوژۍ د رئیس په توګه د جلا جلا مراسمو پرمهال اړوند ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي شول.

په ورته وخت کې، محترم مولوي فضل احمد "احمدي" د شخصیتي دوسیو د امر او محترم عبیدالله "اخندزاده" د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګارنېزیون امنیتي قطعې د قرارګاه د قوماندانۍ د ارکان رئیس په توګه معرفي شول.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل، د مخکینو مسوولینو ترسره کړې دندې او هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، «په اداره کې ادلون بدلون یو اداري اصل دی او موخه یې د چارو لا ښه والی او پرمختګ دی او زه ډاډه یم چې ټول یې په ورین تندي منو».

د محترم طارق په خبره، په اسلامي نظام کې هر مسئول ته د مسئولیت سپارل یو امتحان دی او باید په دې امتحانه کې د بریالیتون لپاره ډېر احتیاط وکړو.

داراز، د دغې ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاءالرحمن "سعید" هم د یادو مراسمو په ترڅ کې د خبرو پرمهال وویل، ټولو مسوولینو په خپلو کاري برخو کې ښې او ګټورې چارې ترسره کړې دي، خو دا ادلون بدلون د مشرتابه له خوا شوی، چې په منلو کې یې هم خیر دی او په پلي کولو کې یې هم خیر نغښتی دی.

په ورته وخت کې، نویو ګومارل شویو مسوولینو د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر دوی د دې باور له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې که څه هم دا د دوی لپاره یو دروند بار او مسئولیت دی، خو هڅه به وکړي چې اسلام او هېواد ته د لا ښه خدمت لپاره یې په پوره رېښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره کړي.

ذوالحجة الحرام ۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS