د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د زابل ولایت له زندانه لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د محترم مولوي رحیم الله "مدني" په مشرۍ یوه پلاوي زابل ته د سفر پرمهال د هغه ولایت له زندانه لیدنه وکړه او له مسوولینو او پرسونل سره د دې زندان پر تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث کړی دی.
داراز، یاد پلاوي د نوموړي زندان بنديانو سره په کتنه کې د هغوی وضعیت ارزولې او د هغوی د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه معلومات راټول او ژمنه یې کړې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حللاره ولټول او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.
ربېع الثاني ۱۲/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست
