د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د جوزجان او سرپل ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې یو پلاوی جوزجان او سرپل ولایتونو ته په سفر ولاړ او هلته یې د یادو ولایتونو د زندانونو د تطبیقي او تفصلي پلانونو څخه په جلا جلا توګه څارنه او ارزونه ترسره کړه.
داراز، پلاوي د یادو ولایتونو د زندانونو ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.
په پای کې، یاد پلاوي له لورې د نوموړو زندانونو کارکونکو ته د کاري وړتیا لوړونې په موخه سیمینار هم ترسره شو.
ربیع الثاني ۲۴/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت