د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال وايي: په نږدې راتلونکې کې به د هېواد د زندانونو د مجاهدینو (ترلاسه کړې زده کړې) وارزوي

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۵:۴۴
سیمینار

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله " بدر" نن (سِه‌شنبې)، د ښوونې او روزنې ریاست د کابل تعلیمي مرکز قومندانۍ له خوا، د ۱۶ ولایتونو د امنیتي مرستیالانو او اوپراسیون امرینو او د مرکز او ۳۳ ولایتونو د زندانونو د ښوونې او روزنې مدیرانو۸۰ تنو ګډونوالو لپاره د ګډ مسلکي ۷ورځیني سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې، د یاد مطلب د څرګندولو تر څنګ، د ادارې ټولو امنیتي موظفینو او پرسونل ته خبرداری ورکړ، چې په زندانونو کې د بندیانو پر وړاندې ناوړه چلند کوونکو او ربړوونکو سره به قانوني او جدي چلند کېږي.
د محترم بدر په وینا، « بندیان موږ ته د هغوی د کورنیو امانت دي، موږ یې باید پر وړاندې خیانت نه بلکې مثبتې بوختیاوې ورته پیدا کړو».
داراز، هغه د نوموړي سیمینار ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: چې د زندانونو چارو د سمون ادارې ته د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا استول شوې ۳۹ماده ییزه کړنلاره په غور سره مطالعه او په خپلو چارو کې عملي کړي، په دې سیمینار کې چمتو شویو زده کړو ته ښه ځیر واوسي، د ښوونکو او روزونکو لارښوونو ته غوږ او زده کړې موضوعګانې خپلو ولایتونو ته په بېرته تګ کې د زندانونو له نورو اړوندو مسوولینو او پرسونل سره شریک کړي، څو هغوی هم ترې برخمن شي.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د هېواد د مرکز او ۳۳ ولایتونو زندانونو ته ورځي او هلته به د ټولو هغو مجاهدینو زده کړې او روزنې ارزوي، چې کابل کې یې په جوړو شویو ښوونیزو او روزنیزو سیمینارونو، ورکشاپونو او کورسونو کې ګډون کړی و او کوي.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث " سادات"، د بشري سرچینو رئیس محترم قاري محمدګل، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او د کابل د تعلیمي مرکز قومندان مولوي حبیب الرحمان "رحماني" هم په خپل وار په دغو مراسمو کې د خبرو پرمهال، د کابل او ولایتونو له زندانونو څخه یاد سمینار ته له راغلیو امنیتي مرستیالانو او اوپراسیون امرینو او د ښوونې او روزنې مدیرانو څخه په کلکه وغوښتل، څو په سیمینار کې له چمتو شویو امکاناتو، برابرې شوې موقع، خدمتونو، زده کړو او روزنو څخه مثبته ګټه واخلي.
د یادولو وړ ده، چې د ادارې رهبري اړوندو مسوولینو او پرسونل لپاره د ورته ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو د عملي کولو او زمینو برابرولو په موخه په جدي او دوامداره توګه کار او هڅې کوي.

صفرالمظفر- ۲۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

BACK TO NEWS