د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د روزنیز او مسلکي کورس له روان بهیر څخه ارزونه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۷:۲۰

د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" په داسې حال کې چې د ادارې خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"، د مرکزۍ محبس امنیتي معاون مل پاسوال مولوي عبداللطیف "سجاد"  او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتا کوله د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان  د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د روزنیز او مسلکي کورس له روان بهیر څخه ارزونه وکړه.

داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله" بدر" د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان  د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د روزنیز او مسلکي کورس د نظامي برخې ګډونوالو زده کوونکو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه « دا چې د زندانیانو ساتل لوی مسؤلیت دی نو د زندانونو چارو د سمون اداره تل کوښښ کوي څو د ادارې د ملکي او نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې د مختلفو برنامو له لارې داسې وروزي چې کاري وړتیا یې لوړه او ورسپارل شوې مسوولیتونه په پوره رېښتینولۍ، صداقت او زړورتیا سره ترسره کړي.

همداشان، نظامي مرستیال د یاد کورس ګډونوالو نظامي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې بېرته چارو ته پر ورستنېدو له زندانیانو سره لا نور هم ښه چلند وکړي، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې جدي پاملرنه وکړي، څو ټول محبوسین، تورن او محجوزین د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د نوموړي کورس له استادانو څخه وغوښتل، چې په کورس کې د ګډونوالو د ښې روزنې لپاره خپلې هلې ځلې لازیاتې او د مربوطه چارو په هکله ورته لازمې لارښوونې وکړي.

محرم الحرام ۱۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د هرات ولایت له ښځینه محبس سره د سره صلیب او یونیسف موسسې له لوریو  د کتابونو، حفظ الصحې، او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او یونیسف موسسې له لوریو ښځینه محبوسینو، د کالیو منیځلو پوډر، شامپو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۴۳
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې دوه ورځینی ورکشاپ پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته به د زندانیانو  ښې ساتنې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۱۰
Background image

د کابل ولایت د څرخي پله ښځینه محبس کارکوونکو ته د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې یو ورځینی ورکشاپ ورکړل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د یاد زندان ښځینه کارکوونکو ته په زندانونو کې د یادې کمېټې پېژندنې،. . .

BACK TO NEWS