د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د سره صلیب نړیوالې کمېټې له استازي سره وکتل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۱۵:۲۳
دیدار معاون نظامی با صلیب سرخ

محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن(سې شنبې) په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د زندانونو چارو له سلاکار ښاغلي میکو سرویلا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
دواړو خواوو، د زندانونو او بندیانو د وضعیت او د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو له لارې ادارې پورې اړوندو ملکي او نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې په اړه هراړخیزې خبرې اترې وکړې.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال له ښاغلي سرویلا سره په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې د ادارې رهبري او ټول مسوولین بندیانو ته د سالمو بوختیاوو او مسلکي زده کړو د زمینو برابرولو او عملي کولو ژمن دي، څو دا بندیان یې پرمټ تر خلاصون وروسته وکولی شي خپلو کورنیو ته اقتصادي ګټه ورسوي او د وطن په پرمختګ کې برخه واخلي.
په ورته وخت کې، د نوموړې کمېټې د زندانونو چارو سلاکار ښاغلي میکو سرویلا د دوی د همکارانو له خوا د ارزونو پربنسټ، د زندانونو او د بندیانو له ښه وضعیت څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل:« موږ کوښښ کوو، چې د دغې ادارې له مسوولینو سره په ګډه د بندیانو او زندانونو د ستونزو حلولو او اسانتیاوو برابرولو لپاره له نږدې کار وکړو او لا به هم دې بهیر ته دوام ورکوو».
د یادې کتنې په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مرستو او همکاریو د ستایلو ترڅنګ وویل، دا اداره له یادې کمېټې غواړي، څو نړیوالو په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو سره په شفافه توګه د زندانونو او بندیانو د ښه وضعیت په اړه معلومات شریک او منعکس کړي. 

ربېع الاول- ۲۲/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په ملتیا د یادې توقیفخونې د نوې ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

ولایتي خبرونه: (بدخشان، نورستان، بادغیس)

د بدخشان، نورستان او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

BACK TO NEWS