د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د دې ادارې له ملکي او نظامي پرسونل سره ولیدل

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۱:۲۳
بخش تعلیمی

لوی پاسوال محترم قاري حبیب الله "بدر" نن(شنبې) په داسې حال کې، چې د نوموړې ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم مولوي خالق داد "رحمت" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو یې ملتیا کوله، په کابل کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو له یو شمېر ملکي او نظامي پرسونل سره ولیدل.
محترم قاري حبیب الله " بدر" په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د ادارې له نظامي یونیفورم څخه د نظامي پرسونل پر استفادې ټینګار وکړ او ټول ملکي او نظامي پرسونل ته یې توصیه وکړه، څو ځانونه په نبوي(ص) سنتو برابر، خپل لمونځونه په جماعت ادا او د ادارې لاښه پرمختګ لپاره خپلې چارې پر وخت او سمه توګه ترسره کړي.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال زیاته کړه، « موږ ستاسو لپاره د دیني زده کړو زمینه برابره کړې، نو له دې زده کړو ښه ګټه واخلئ او له مخې یې خپلې کورنۍ، ټولنې او هېواد ته د خدمت جوګه شئ».
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین که له یوې خوا خپل پرسونل ته د دیني زده کړو زمینه برابروي، له بلې خوا غواړي د همدې زده کړو له لارې د پرسونل پر ښې دیني او بشرپالنې روحیې د سمبالېدو پرمټ، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو سره د ښه چلند له لارې هغوی مثبتو کړنو ته راوبولي او د بدو کړنو له تکرار څخه یې راوګرځوي. 

شوال المکرم ۲۳/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS