د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي یې د دې ادارې د ښوونې اوبیا روزنې له ریاست څخه لیدنه وکړه
د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د ادارې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله"صدیقي" یې هم ملتیا کوله د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې له رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" سره ولیدل او د هېواد په زندانونو کې د دیني، عصري او حرفوي زده کړو په برخه کې د غوره چوپړتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د کابل ولایت د څرخي پله په مرکزي محبس او توقیفخونه کې د دیني، عصري او حرفوي زده ګړو د بهیر په برخه کې د لا پاملرنې، زندانیانو ته د دیني برنامو زیاتوالي، د یاد محبس کتابتون ته د پاملرنې او ورزشي برنامو د برابرولو په هدف د ښوونې او بیا روزنې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدا راز، نظامي چارو مرستیال نوموړو مسوولینو ته د کابل ولایت په مرکزي ښځينه محبس کې د دیني مدرسې لپاره د ښوونکو زیاتوالي او د زده کړو د بهیر لا منظموالي سپارښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد ناصري په خپلو خبرو کې زیاته کړه، په پام کې لري چې د هېواد په زندانونو، توقیفخونو او د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د دیني او عصري زده کړو مختلفي برنامې په لاره واچوي څو په خبره یې زندانیانو، توقيفیانو او محجوزینو د وخت له بې ځایه تېرېدو څخه مخنيوی او په دیني او اسلامي فکر او روحیې وروزل شي.
محرم الحرام ۱۸/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
