د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړه
محترم لوی پاسوال قاري حبیبالله "بدر" تېره شپه ناوخته، د یادې لیدنې پرمهال له مسوولینو سره د زندان او زندانیانو د وضعیت په ځانګړې توګه د نظامي مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.
دغه راز، د ادارې نظامي مرستیال د نوموړي زندان له امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څخه کنټرول وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې د ځینو نیمګړتیاوو پوره کولو او امنیتي خلاګانو ډکولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د میدان وردګ د زندان د بندیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی خبرې او غوښتنې واورېدې او ورته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولینو ته هم لارښوونې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د ازادۍ سلب پر ټولو مرکزونو څارنه ولري، مثبت فعالیتونه یې غښتلي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
شعبان المعظم ۵/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
