د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د میدان وردګ ولایت د زندانیانو روا غوښتنو ته د رسېدنې ژمنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۳:۴۳
میدان

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌الله "بدر" میدان وردګ ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه او له مسوولینو سره یې د زندان او زندانیانو د وضعیت، په ځانګړې توګه د نظامي او امنیتي مسایلو په هکله خبرې وکړې.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د میدان وردګ ولایت د زندان د بندیانو د خونو یا سلولونو حالت له نږدې وکته، د بندیانو خبرې او غوښتنې یې واورېدې او روا غوښتنو ته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولین هم متوجه کړل.

داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي، صنعتي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د دې زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او  د زندانیانو لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د یادولو وړ ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین، په دوامدار ډول د هېواد زندانونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي.

 

ذوالقعدة الحرام ۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د زندانونو چارو تنظیم ادارې د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ روزنیز مرکز څخه د امنیتي قطعې (۴۰) تنه ساتونکي او ساتنمنان فارغ شول

په دغه یو میاشتني کورس کې د امنیتي قطعې ساتونکو او ساتنمانو ته د نوموړي مرکز تجربه لرونکو استادانو له لورې په نظري او عملي توګه د عقیدتي، د بندیانو د ساتلو، هغوی سره ښه چلند کولو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا ولایت په زندان کې ۴۰ تنو محبوسینو د قرانکریم د حفظ او ناظرې دوره پایته ورسوله

د دغه زندان مسوولین وايي، زندانیانو ته د دیني زده کړو د برنامو او د قرانکریم د تکړه او ماهرو استادانو د هڅو پرمټ، د دې زندان د دیني مدرسې څخه ۴۰ تنه محبوسینو د حفظ او ناظرې دوره پایته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۳۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د ایران سفارت مرستیال سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل په دې لیدنه کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په کابل کې د ایران سفارت مرستیال محترم سید حسن "مرتضوي" سره په داسې ح

په دې لیدنه کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په کابل کې د ایران سفارت مرستیال محترم سید حسن "مرتضوي" سره په داسې حال کې، چې د نظامي چارو. . .

BACK TO NEWS