د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو د امارتي ادارو له یو شمېر ویاندویانو او د مطبوعاتو له مسؤلینو سره د ګډو همغږیو او همکارۍ په اړه غونډه وکړله.

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۴:۱۷
توقیف

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مقام دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" او یو شمېر نورو مسوولینو شتون درلود، د رسنیو د ارزښت او د عامه اړیکو د نقش یادونه وکړله او ویې ویل چې رسنۍ د ا.ا.ا د کړنو د روڼتیا او خلکو ته کره معلوماتو د رسولو لپاره مهم رول لري.

داراز، نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" زیاته کړله، د ویاندویانو او مطبوعاتي مسؤلینو تر منځ منظمې همغږۍ د امارتي چارو کړنې په شفافه توګه وړاندې کولو کې مرسته کوي او د غلطو معلوماتو د خپرېدو مخه نیسي.

همدارنګه، په غونډه کې ګډونوالو د معلوماتو د شریکولو، د مطبوعاتي پوښښ د ښه والي او د ګډو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې نظریې او وړاندیزونه هم وړاندې کړل.

په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال ټینګار وکړ، چې دا ډول ناستې به په دوامداره توګه ترسره کېږي څو د امارتي ادارو د ویاندویانو تر منځ یو منظم او اغېزمن د معلوماتو شریکولو سیستم رامنځته شي.

 وروسته تر دې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د امارتي ادارو له ویاندویانو او د مطبوعاتو له مسؤلینو سره یوځای د کابل ولایت د توقیفخونې او څرخي پله مرکزي زندان له توقیفیانو او زندانیانو سره د لیدو سربېره د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

همدا راز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر په مشرۍ پلاوي د کابل ولایت د توقیفخونې او د څرخي پله مرکزي زندان د  پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، تعمیراتي او روغتیايي خدماتو ترڅنګ، اداري، ښوونیزو او روزنیزو، صنعتي، حرفوي زده کړو او ورزشي بیلا بیلو برخو څخه هم لیدنه وکړله او زندانیانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

ربېع الاخر ۲۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د فاریاب ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، شامپو، صابون، غاښونو کریم او برس شامل ول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

ولايتي خبرونه( فراه، میدان وردګ) د فراه والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د فراه والي محترم ملام محمد حافظ "مجاهد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، تغذیې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ دا ځل د کونړ ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان. . .

BACK TO NEWS