د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د کابل او ۳۳ ولایتونو د زندانونو د ښوونې او بیا روزنې مدیرانو ته پنځه ورځینی ښوونيز سمینار پای ته ورسېده

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۵:۵۳
سمینار

دغه سمینار چې پنځه ورځې وړاندې د نوموړې ادارې د اړوندې برخې له خوا د  هېواد د ۳۴ ولایتونو د ښوونې او بیا روزنې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونو مدیرانو ته د زندانیانو د اصلاح او روزنې برنامو د ښه تنظیم په موخه جوړ  شوی وو، نن پای ته ورسېده.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، له ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح" د پلان او پالېسۍ  رئیس محترم جهاري قل "ادیب"، د ازادۍ د سلب پر ځایونو د څار رئيس محترم داریوش"مجددي" او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود، د سمینار پای غوندې پرمهال ګډونوالو ته په خبرو کې وویل :« دا چې ستاسو دنده د هېواد په زندانونو کې د زندانیانو روزنه ده نو د ا.ا.ا. د مشرتابه (حفظه الله) د (۳۹) ماده ییز فرمان پر بنسټ کوښښ کوو څو د زندان مسوولینو ته داسې ښوونېزې او روزنېزې برنامې په لاره واچوو چې پر مټ یې زندانیانو سره د لا ښه چلند او ګټورو روزنو تر څنګ، ټول شرعي حقوق خوندي او غوره خدمتونه ورته وړاندې شي.

داراز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د یاد سمېنار ګډونوالو ته زیاته کړله :« خپلو ولایتونو ته په ورتګ سره سم خپلې چارې په ښه دقت، رېښتینولۍ او ښه ډول مخ ته یوسئ او دلته چې د ښوونکو له خوا درته کومې زده کړې درکول شوي پرمټ یې زندانیان له ناوړه کړونو لرې او د اصلاح لورې ته متوجه کړئ».

همداراز، د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد ناصري، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او له ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح" د مراسمو ګډونوالو ته د علم پر ارزښت د خبرو ترڅنګ  زیاته کړه؛ کوښښ کوو چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې په زندانونو کې د زندانیانو لپاره د دیني، عصري او حرفوي زده کړو مختلفې زمېنې برابرې کړو او د پرسونل لپاره مختلف ښوونېز او روزنېز کورسونه په لاره واچوو څو پرمټ یې خپلو چارو کې شته نیمګړتیاوې حل او زندانیانو ته ښې ښوونې او روزنې ورکړي. 

په پای کې دغه مراسم، ګډونوالو  ته د تصدیق پاڼو او ډالۍ شویو کتابونو په ورکړې سره پایته ورسېدل.

 

جمادي الاول ۲۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS