د زندانونو چارو د سمون ادارې له روزنیز او مسلکي کورس (۲۱) مې دورې څخه د هېواد د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو د نظامي مسوولینو له جملې (۴۱) تنه د اوپراسیون امرین او (۱۱۶) تنه ساتنمنان او افسران فارغ شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۴:۳۵
برنامه فراغت

د زندانونو چارو د سمون ادارې له روزنیز او مسلکي کورس (۲۱) مې دورې څخه د هېواد د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو د نظامي مسوولینو له جملې (۴۱) تنه د اوپراسیون امرین او (۱۱۶) تنه ساتنمنان او افسران فارغ شول

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۴۱) تنو د اوپراسیون امرینو د (۱۵) ورځیني او (۱۱۶) تنو ساتنمنانو او افسرانو د درې میاشتینیو زده کړو په دوره کې برخه اخیستې وه، یادو ګډونوالو ته په نوموړي کورس کې د بندیانو د ساتلو، ښه چلند کولو، د زندانیانو د بشري حقونو رعایتولو، د نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو او نظامي یونیفورم څخه د استفادې اړوند لازمې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي دي.

په همدې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري، په داسې حال کې چې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د ادارې رئیسانو د یاد مرکز استادانو او یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، لومړی محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر د غونډې د چمتوالي، نظم او ترتیب  په موخه د قطعې معاینه ترسره او د ډاډ ترلاسه کولو وروسته د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري، د یو لړ ځانکړو تشریفاتو په ترڅ کې د نوموړې ادارې د نظامي قطعې څخه لیدنه وکړه او   

د یاد ښوونیز او مسلکي کورس ګډونوالو ته یې په خبرو کې وویل: « د زندانونو چارو د سمون ادارې چارې له نورو ادارو سره توپېر لري دلته موږ ته د زندانیانو د ساتلو او پالنې مسوولیت راترغاړې دی نو تل کوښښ کوو څو د ادارې د کارکوونکو لپاره ګټورې برنامې په لاره واچوو چې نوموړي وکولای شي خپلې چارې په ښه دقت، رېښتینولۍ او ښه ډول مخ ته یوسي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف مستري، یادو فارغانو ته په خبرو کې زیاته کړه: « دلته چې د ښوونکو له خوا درته کومې زده کړې درکول شوي هم یې خپله عملي کړي او هم یې د زندانونو په امنیتي برخه کې له نورو همکارانو سره په پوره امانتوالۍ شریک کړي څو مو خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول ادا شي ».

همدا شان، محترم مولوي محمد یوسف مستري د مغرضو پردیپالو رسنیو له لورې د هېواد په زندانونو کې د ربړونې راپورونه رد کړل او د زندانیانو کورنیو ته یې یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې ستاسو د کورنۍ غړي له موږ سره امانت دي او نوموړې اداره ژمنه ده چې د هغوی په ښې پالنې، روزنې، دیني او عصري زده کړو او د ورزشي مختلفو برنامو په چمتو کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي څو د نوموړو د بند مودې په پوره کېدو سره سم  سالمو او کاسبو وګړو په توګه خپلو کورنیو او ټولنې سره یوځای شي.

داراز، د نظامي چارو مرستیال  محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په خپلو خبرو کې ووېل: « د زندانونو چارو د سمون ادارې له روزنیز او مسلکي کورس څخه د تجربه لروونکو ښوونکو پرمټ په (۲۱) دورو کې (۲۱۳۴) تنه افسران، ساتنمنان او ساتونکي فارغ شوي چې پرمټ یې خپلو چارو کې شته نیمګړتیاوې حل، ښه کاري چاپېریال رامنځته او له دې لارې یې د زندانیانو ټول اسلامي او شرعي حقوق رعایت کړي. 

دغه راز، نوموړي یادو فارغانو ته سپارښتنه وکړه، چې له زندانیانو سره لا نور هم ښه چلند وکړي، هغوی ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره او د انساني او شرعي حقونو په خویندیتوب کې یې پاملرنه لا زیاته کړي، څو زندانیان د سالمو او اصلاح شویو وګړو په توګه له خپلو کورنیو او ټولنې سره بیا یوځای شي.

همدارار، د یادو مراسمو په پای کې فارغو شویو ګډونوالو د تصدیق پاڼو د ترلاسه کولو پرمهال هم په یاد کورس کې په خپل ګډون خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د ترلاسه کړو روزنو او زده کړو پرمټ به یې ورسپارل شوې چارې او مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

 

ربیع الثاني ۳/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۱۳
Background image

د پکتیا زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۵۹
Background image

د پکتیا ولایت د زندان د ماشومانو د اصلاح مرکز له محجوزینو سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو، حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته، چې په کې قرطاسیه، کمپلې، برېښنايي بخارۍ، او یوشمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل و، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۴۳
Background image

ولایتي خبرونه:(پکتیا، هلمند، جوزجان، هرات) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د (اهل سنه والجماعة) کتاب سیالۍ ترسره شوه.

په دغه سیالۍ کې، چې د دې ولایت د زندان زندانیانو برخه اخیستې وه، د الکوثر فکري او فرهنګي ټولنې او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا په شفافه توګه ترې ازموینه واخیستل شوه.

. . .

BACK TO NEWS