د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د مرکز او ولایتونو د شفر، اوپراسیون او مخابرې امرینو او معاونینو ته ښوونیز مسلکي کورس پیل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۵:۳۶
مرکز تعلیمی

دغه کورس، چې نن پیل او تر (۹۰) ورځو پورې به دوام ولري په کې د مرکز په ګډون د۳) ولایتونو له زندانونو څخه د شفر، اوپراسیون او مخابرې امرین او معاونین ګډون کوي.

 د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، چې د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمدګل"جګرخون"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي نورالله "دروېش"  او یو شمېر نورو نظامي مسولینو او موظفینو هم حضور درلود وویل:» په تېر کې مو چې د ادارې د پرسونل لپاره ښوونېزې او روزنېزې برنامې په لاره اچولې وې پایله یې مثبته وه، تاسو د دې لپاره را بلل شوي یاست چې لازم نظامي اصول زده کړئ، ځکه دا ستاسو مسئولیت دی او په سمه توګه ترسره کولو سره به یې هم الله (ج)، هم د هغه رسول (ص) او هم د هغه بنده ګان درڅخه راضي شي.«

داراز، محترم قاري حبیب الله "بدر" د یاد کورس  ګډونوالو ته په خبرو کې زیاته کړه: (زموږ او ستاسو مسوولیت د زندانيانو ساتنه او پالنه ده دا چې د ادارې له لورې نوموړو ته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې پرمټ یې باید داسې وروزل شي چې تر بند مودې وروسته  له ناوړه کړنو لرې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

همداراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د نوموړي کورس له استادانو څخه وغوښتل، چې په کورس کې د ګډونوالو د ښې روزنې لپاره خپلې هلې ځلې لازیاتې او د مربوطه چارو په هکله ورته لازمې لارښونې وکړي.

همدا شان، د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري محمدګل جګرخون د یاد کورس ګډونوالو ته په خبرو کې وویل :(دا چې تاسو ته د په دې درې ماشتیني ښوونېزکورس کې د شاملیدو موقع درکړل شوې ده نو له دغه فرصت څخه ښه ګټه پورته او تر فراغت وروسته خپلو دندو ته په ورګرځېدو له زندانیانو سره خپل ښه چلند لاهم ښه کړي، ستونزو ته یې پروخت رسېدنه او په زندانونو کې ورته د بند د مودې تر پایه د ژوند خوندي فضا رامنځته کړئ.

 

یاده دې وي، چې په دې کورس کې د مرکز او ولایتونو د زندانونو  نوموړي پرسونل ته د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونیز یا تعلیمي مرکز قوماندانۍ تجربه لرونکو استادانو له لورې د بندیانو د ساتلو او محاکمو ته د هغوی د لېږدولو، د بندیانو د بلوا یا شورش د کابو کولو، د زندانیانو د بشري حقونو او نظامي نظم او ډسپلین په پام کې نیولو اړوند لازمې مسلکي زده کړې او روزنې ورکول شي.

 

     محرم الحرام ۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۹:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت له زندانه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي زندان څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې زندان له رئیس محترم ملا بهاوالدین سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه ورته له خپله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۲
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، بلخ، نورستان) د ننګرهار ولایت په زندان کې (۴۴) تنه ښځينه زندانيانې له ديني زده کړو فارغې شوې

 د نوموړي زندان  د ښوونې او بيا روزنې مديريت له لوري د زندان په ښځينه بلاک کې ۴۴ تنه ښځينه زندانيانې، چې د ښځينه ښوونکو له خوا ورته تدريس کېده، د قرآنکريم د تجويد، سيرت النبي ﷺ او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۳۱
Background image

ولایتي خبر: (پکتیکا) د پکتیکا ولایت د زندان پرسونل او زندانیانو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېده

د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" زیاتوي، په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو او پرسونل شپږو لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د مسوولینو  په وینا،. . .

BACK TO NEWS