د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومې رئیس د یونیسف له عمومي مشرې او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۳۴
ملاقات

محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړې صندق (یونیسف) د عمومي مشرې مېرمن شیما سین ګوپتا او د هغې د مرستیالې، د سیمې په کچه او د افغانستان لپاره د یونیسف د مسوولینو په ګډون مل پلاوي سره یې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو، د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې په ټولو ښځینه محابسو کې د ښځینه محبوسینو، د هغوی د کوچنیانو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مراکزو د محجوزینو د ښوونې او روزنې، سالمې تغذیې، روغتیا، کسب زده کړو او نورو اړینو مسایلو په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وکړله.

داراز، په دې کتنه کې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس یاد پلاوي ته وویل: « دلته موږ د هغو ښځینه محبوسینو، په ځانګړې توګه امېدوارو او هغو محبوسو میندو چې خپل اولادونه یې د دوی په خوښه له دوی سره اوسېږي مناسب خواړه ورکوو، اولادونو ته یې د وچو شیدو او نور روغتیايي توکي ورکوو ښه او پروخت روغتیايي خدمتونه ورته وړاندې کوو او هم هغو ماشومانو محجوزینو ته چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې اوسېږي د روغتیا، تغذیې، د دیني او عصري ښوونې او روزنې، ورزش او کسب زده کړو په برخو کې د اسانتیاوو سربېره مو د ژوند نور اړین امکانات په واک کې ورکړي، چې لله الحمد له امله یې مو ښې لاسته راوړنې لرلې دي».

د یونیسف دفتر عمومي مشرې او مل پلاوي يې د یادو معلوماتو په اورېدو د خوښۍ په څرګندولو ژمنه وکړله، چې دوی به د محبوسو میندو او ورسره اولادونو او په نوموړو مرکزونو کې له محجوزینو سره د خوراکي او غیر خوراکي او ژمنیو توکو د مرستو ترڅنګ، د هغوی په ښوونیزه او روزنیزه برخه کې هم لازم او له اړتیا سره سم امکانات برابر کړي.

په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" وویل، دا اداره هم ډاډ درکوي چې د یونیسف له خوا مرسته کېدونکي توکي به پر ښځینه محبوسینو، د هغوی پر اولادونو او محجوزینو باندې په پوره شفافیت ویشل او د یادو امکاناتو پر بنسټ به لازمې برنامې، مناسبې او مثبتې عملي کړي.

 

ربېع الاول ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:(سرپل، بغلان) د سرپل ولایت د زندان زندانیانو ته د (عقاید اسلام) کتاب تر نامه لاندې شپږ ورځینی سیمنار پېل شو

دغه سیمنار، چې د یاد ولایت زندان د مسوولینو په همغږۍ او د نوموړي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د زندان کارکوونکو او زندانیانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی، چې د شپږو ورځو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومې رئیس د یونیسف له عمومي مشرې او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل

محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړې صندق (یونیسف) د عمومي مشرې مېرمن شیما سین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه( بامیان، میدان وردګ) د بامیانو ولایت زندان د ښځینه بلاک رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د دې ولایت د زندان په انګړ کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو په همکارۍ د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له لورې د نوموړي زندان بلاک رغنیزې چارې بشپړې او ګټې. . .

BACK TO NEWS