د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له مشرې  سره وليدل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۴۹
دیدار یونما

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له مشرې  سره وليدل

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

دواړو خواوو په دې لیدنه کې د ښځینه او نارینه زندانیانو د انساني حقونو، ښوونې او بیا روزنې، دیني، عصري او حرفوي زده کړو، مهارتونو او روغتیایي خدمتونو د څرنګوالي په اړه هراړخیز بحث او خبرې اترې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله"همدرد"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د روغتیا رئیس محترم سیداحمد "اسحاقزي" هم شتون درلود، د مېرمن اوتنبایوا په مشرۍ  ۶ کسیز پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د دې ادارې رهبري، مسوولین او پرسونل د ا.ا.ا. د مشرتابه (حفظه الله) له خوا نوموړې ادارې ته د زندانیانو د ښه ساتلو اړوند د استول شوې ۳۹ ماده ییزې کړنلارې له مخې د ازادۍ سلب په ټولو اړوندو مرکزونو کې د ښځينه او نارینه محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو انساني حقونو ته درناوی کوي او تر خپلې وسې زیات یې هغوی ته په روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، ښوونيزو او روزنیزو، حرفوي، ورزشي او نورو اړتیا وړ برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري زیاته کړه، « سره د دې چې د یوناما د دفتر اړوند څانګې (UNISEF, UNODC, UNWOMEN) او همدارنګه (ICRC) او نور مرستندویه همکار بنسټونه د زندانونو چارو د سمون ادارې مربوط د مرکز او ولایتونو زندانونو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري، خو موږ هیله لرو چې د مرستو دا لړۍ لا نوره هم وغځېږي او دوام ومومي».

په ورته مهال، افغانستان کې د یوناما دفتر مشرې مېرمن اوتنبایوا او مل پلاوي یې ډاډ ورکړ، چې دوی به د تېر په څېر له دغې ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

تر یادې لیدنې وروسته، یاد پلاوی د نوموړې ادارې د رهبرۍ په ملتیا، د کابل ولایت د ښځینه محبس د محبوسینو او د توقیفخونې توقیفیانو د وضعیت د ارزونې په موخه د هغوی سلولونه، خونې، خوړنځي، طعامخانه او نورې خدماتي برخې او چارې وارزولې، د ښځينه محبوسینو او توقیفیانو غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل او د هغوی د وضعیت له ښه والي یې ډاډ او رضایت ترلاسه کړ.

دا راز، د افغانستان لپاره د یوناما دفتر مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه د خوښۍ په څرګندولو وویل، دې ادارې تل نړۍوالو همکارو بنسټونو ته له زندانونو څخه د کتنې او ارزونې زمینه برابرې کړې او له نېکه مرغه نوموړو بنسټونو هم د  زندانیانو وضعیت له نږدې ارزولې او ډاډمن شوي دي.

 

ربیع الثاني ۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۶
Background image

مرکزي او ولایتي خبرونه: د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې له محجوزینو د کتاب لوستنې ازموینه واخیستل شوه

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د تنویر فرهنګي ټولنې له لوري د «ځوانانو مسوولیت» تر عنوان لاندې د کتاب لوستنې سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.

د مسوولینو په وینا، یاده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

BACK TO NEWS