د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان مرکز د عمومي رئیس سره ولیدل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۱۰
رییس صاحب عمومی

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" نن (یکشنبې) په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان مرکز عمومي رئیس ښاغلي محمد سعید "الهایاش" او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر خپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره همکاریو او د زندانیانو لپاره د خدمتونو، مرستو او همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د یادې لیدنې په ترڅ کې، چې د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" شتون درلود ښاغلي محمد سعید الهایاش په مشرۍ ۴ کسیز پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه؛ خوښ یم چې یاد سازمان د نړۍ اسلامي هېوادونو ته ځانګړې پاملرنه لري او په یادو هېوادونو کې یې د نورو همکاریو تر څنګ، کونډو، یتیمانو او بېوزلو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې.

همداراز، محترم الحاج مولوي مستري زیاته کړله چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري، مسوولین او پرسونل په اړوندو مرکزونو کې د ښځينه او نارینه محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو انساني حقونو ته درناوی کوي او تر خپلې وسې زیات یې هغوی ته په روغتیايي، اعاشوي، اباتوي، ښوونيزو او روزنیزو، حرفوي، ورزشي او نورو اړتیا وړ برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او په دې برخو کې د لا غوراوي په موخه د داخلي او نړیوالوهمکارو بنسټونوهمکاریو ته سترګې په لاره دي.

دغه راز، د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان مرکز عمومي رئیس ښاغلي محمد سعید الهایاش هم د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري راغلي پلاوي ته د زندانیانو لپاره د برابرو شویو سهولتونو، ښوونېزو پروګرامونو او حرفوي زده کړو وېډیویي رېپوټ وړاندې شو چې نوموړو هم د غوره چوپرتیاوو برابرولو په پار خوښي څرګنده کړله. 

 

جمادي الاول ۱۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS