د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ټولنې رئیس په مشرۍ پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۵:۴۵
ریس

محترم مولوي محمد یوسف "مستري" نن(پنجشنبې) په داسې حال کې چې د دې ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"،  د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، حقوقي سلاکار محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي عبدالشکور "طیب"، د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس محترم انجنیر عبیدالله "اخندزاده"  د تعميراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سید احمد " اسحاقزي"، د تدارکاتو رئیس محترم میرمحمد "مجدود"، او یو شمېر نورو مسوولینو شتون درلود، د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ټولنې له رئیس محترم محمد باز "غیرت" او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او پر اړوندو مسایلو يې خبرې اترې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" وویل: د ا.ا.ا. د خپل ولس په خدمت کې دی، د اسلامي شریعت په رڼا کې د هېوادوالو ترمنځ ورورولۍ، اتفاق او اتحاد راوستلو ته ژمن او په افغانستان کې شرعي اصولو له مخې د سوداګرۍ، کرنې او صنعتي چارو پراختیا هڅه کوي.

محترم مولوي محمد یوسف "مستري"زیاته کړه، د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) د عالي مقام د حکم پر اساس  د اسلامي امارت ادارو په ځانګړي ډول د زندانونو چارو د سمون ادارې کارونه د سیستم له لارې مخته روان دي نوموړې اداره د خصوصي سکتور د تقويې لپاره ټولې پروژې د ازادې سیالی له لارې اعلان ته ورکړي دي او حوالې يې په وخت اجرا کیږي.

په ورته وخت کې، د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ټولنې رئیس او د یاد پلاوي مشر محترم محمد باز "غیرت" د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې له هغوی سره یې تل همکاري کړې، د قراردادونو اړوند مالي برخې اسناد یې په ښه او شفافه توګه تر مالیې وزارت رسولي او د دوی پیسې یې پروخت ورکړي دي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: «د زندانونو چارو د سمون اداره د هېواد په کچه د ټولو امارتي وزارتونو او ادارو له ډلې یواځینۍ مخکښه اداره ده، چې په تامیناتي او تضمیناتي برخو کې یې د دوی د پخوانيو پورونو  لس سلنه حوالې د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د ماليې وزارت د متحد المال بنسټ په اساس اجرا کړې دي، نو له همدې امله یې زمونږ د اقتصاد او سوداګرۍ د پراختیا پر لور یو مثبت ګام دی او موږ یې ستایو».

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" ژمنه وکړه، چې دا اداره به په پوره شفافیت خپل ټول قراردادونه د ازادې سیالۍ له لارې ترتیبوي.

 

رمضان المبارک ۱۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

BACK TO NEWS