د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي یې د کندز، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۴:۵۴
rase m

د زندانونو او زندانیانو د وضعیت ارزولو په لړ کې د یادې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د دغې ادارې د حقوقي سلاکار محترم قاري رحمت الله"گلزاد" او یو شمېر نورو مسوولینو په ملتیا په وروستیو څو ورځو کې کندوز، سمنګان، جوزجان او فاریاب ته رسمي سفرونه وکړل او هلته یې د نوموړو ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه، چې په هر زندان کې ورته د یو لړ مراسمو پرمهال د تشریفاتو د قطعې په وړاندې کولو ښه راغلاست وویل شو.

داراز، یاد پلاوي د دغو لیدنو په ترڅ کې لومړی د دې زندانونو له مسوولینو سره د زندانونو او زندانیانو د موجوده وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې او مسوولینو هم ورته د دوی له خوا زندانونو کې د زندانیانو لپاره د چمتو شویو اسانتیاوو، د ژوندانه لپاره یې د برابرو شویو امکاناتو او د ترسره شويو ګټورو فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل.

 همداشان، د محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ دې پلاوي د نوموړو زندانونو له روغتیايي مرکزونو څخه په لیدنه کې د شتو درملو او ناروغانو وضعیت له نږدې وارزاوه او مسوولینو ته یې وویل، چې د ناروغو زندانیانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي، د امکاناتو لازیاتوالي او ورڅخه د لا ښې ګټې اخیستنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په ورته مهال، نوموړي پلاوي د خپلو دې لیدنو په ترڅ کې د کندوز، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو د زندانونو اداري، امنیتي، ښوونیزې، روزنیزې او نورې خدماتي چارې له نږدې وارزولې او د لا ښه والي او ګټورتوب لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او مل پلاوي یې د زندانیانو د حال پوښتنه وکړه، د هغوی د خونو حالت یې وکوت او له هغوی سره یې په خپلو خبرو کې وویل:« زموږ د راتلو موخه دلته ستاسو د وضعیت ارزونه، د ستونزو حلول او ستاسو روا غوښتنو ته رسېدنه ده، بیا ستاسو وضعیت ته په کتو موږ په بېلابېلو برخو کې تاسو ته د لازمو امکاناتو د برابرولو هڅه کوو، خو له تاسو هیله لرو چې په زندان کې خپل وخت بې ځایه ضایع نه کړئ، دلته موږ تاسو ته د دیني او عصري زده کړو زمینه برابره کړې، چې که مو ترې ګټه ترې واخیسته او ځانونه مو په اسلامي فکر او روحیې سمبال کړل، نو هم به دنیوي او اخروي اجر ترلاسه کړئ او هم به تر ازادېدو وروسته ټولنې ته د ښه خدمت جوګه اوسئ».

د نوموړو ولایتونو د زندانونو زندانیانو هم د پلاوي په یادو ګټورو توصیو او د دوی د حال پر ارزولو د خوښۍ په څرګندولو سره دوی ته د برابرشویو امکاناتو او ورسره د مسوولینو چلند ښه یاد کړ او ژمنه یې وکړه، چې له یادو فرصتونو څخه به ښه استفاده وکړي، څو یې په راتلونکې کې د ښه ژوند لپاره له ګټو برخمن شي

همدا شان، محترم مولوي محمد یوسف مستري د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو ته له ولایتي محترمو محکمو سره په همغږۍ د بندیانو د محاکماتي چارو پر چټکتيا، د زندانیانو ستونزو ته پر وخت رسېدنې، د هغوی د انساني او شرعي حقوقو پر رعایتولو او د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو له لارې د هغوی پر اصلاح او بیا روزنې ټینګار وکړ او په اړه یې لازمې سپارښتنې او مشورې ورکړې.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې حقوقي سلاکار محترم قاري رحمت الله"گلزاد" هم په خپلو خبرو کې زندانیانو ته ډاډ ورکړ، چې تر دې وروسته به زندان د اصلاح ځای وي او په دې برخه کې به له برابرو شویو امکاناتو څخه په استفادې زندانیان له ناوړه کړنو څخه ډډه کولو ته رابلل کېږي او هم به زندانیان تر ازادېدو وروسته ټولنې او کورنۍ ته د خدمت جوګه وي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، څو د هېواد د مرکز او ولایتونو د ازادۍ سلب مرکزونو له وضعیت څخه ځان خبر او د شتو امکاناتو پرمټ یې ستونزو ته رسېدنه او په چارو کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

 

ذوالحجة الحرام ۲/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۵:۱۵
Background image

ولایتي خبرونه: (هرات، پکتیکا، کاپیسا) د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام سلاکار هرات ولایت ته سفر وکړ

 

محترم قاري عبد الله "همدرد" هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نوموړي زندان له مسوولینوو سره د لیدلو ترڅنګ، د نوموړي زندان له اداري، تخنیکي او امنیتي چارو څخه ارزونه وکړله.

ورپسې، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د فقهي او عقیدتي درسونو (۶) میاشتینۍ دوره، له ګډونوالو څخه د ازموینې په اخیستو پای ته ورسېده

دغه دوره، چې د ا.ا.ا. د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د نصاب سره سم او د نوموړې ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په هڅو (۶) میاشتې مخکې پیل او شاوخوا (۷) سوه ملکي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، لغمان، غزني، غور) د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره مرسته وکړله

د نوموړي زندان مسوولینو وویل، د یاد زندان د مسوولینو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره مالي مرسته را ټوله کړې او د یاد ولایت د مرستو راټولو کمېسیون ته یې وسپارل، چې د زلزلې له امله. . .

BACK TO NEWS