د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس: دا مهال دې ادارې پورې اړوند زندانونو کې شاوخوا (۱۱) زره محبوسین او محجوزین شتون لري چې د ژوندانه په بېلابېلو برخو کې ورته لازمې اسانتیاوې او امکانات برابر شوي دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" نن(یکشنبې) ملت ته د امارتي وزارتونو او ادارو د حساب ورکولو برنامې په لړ کې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاه"، د دې ادارې ویاند محترم محمدنسیم "لالهاند"، د یو شمېر مرکزي ریاستونو رئیسانو، د نظامي برخو مسوولینو او د ملي او نړیوالو رسنیو د استازو په ګډون جوړه شوې وه وویل، دامهال د نوموړې ادارې په مربوطه زندانونو کې له ۱۰ تر ۱۱ زره نارینه او ښځینه محبوسین او محجوزین شتون لري، چې د ژوندانه په بېلابېلو برخو کې ورته لازمې اسانتیاوې او امکانات برابر شوي دي.
محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" زیاته کړه، د دې ادارې په ټولو توقیفخونو کې نږدې ۱۰ زره توقیفیان ساتل کېږي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس دې ادارې پورې اړوند ټولو زندانونو کې د زندانیانو شکنجه او ربړونه رد کړه او ویې ویل، دوی خپلې ټولې چارې د ا.ا.ا. عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) له خوا دغې ادارې ته د استول شوې ۳۹ ماده ییزې کړنلارې پربنسټ پرمخ وړي، چې له مخې یې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ او مسوولینو ته زندانیانو سره د ښه چلند او ښې ساتنې ټینګار او هدایات شوي دي.
داراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د یادې برنامې پرمهال وویل، تېر کال کې یې د دوو اخترونو او روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د زندانیانو د عفوې او تخفیف په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان له مخې او د سترې محکمې د فیصلو پربنسټ د ۳۲۰۰ محبوسینو او محجوزینو د سزا د عفوې او خوشې کېدو او د ۱۶۵۵ نورو په سزا کې د تخفیف راوستلو بهیر عملي کړې دی.
په ورته وخت کې هغه وویل، د محاکمو د مکتوبونو له مخې هم تېرکال ۳۲۴۳ زندانیان خوشې شوي او د ۱۵۶۳ د زندانیانو د برخلیک د معلومولو په موخه سترې محکمې سره همغږي شوې ده.
داراز، نوموړي زیاته کړه، تېر کال ۲۲۴۱ تنه زندانیان له دیني زده کړو فارغ او ۶۴۰۸ تنه نور اوس هم په دیني زده کړو بوخت دي، ۱۹۵۴ تنه زندانیان د سواد زده کړو درسونه پایته رسولي او ۲۳۵۰ تنه نور پر یادو زدکړو بوخت دي، ۱۱۲۲ تنه زندانیان بېلابېلې حرفوي زده کړې کوي او ۳۳۷ تنو نورو یې دغه زده کړې بشپړې کړې دي.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله همدرد ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې وویل، په تېر کال کې یې د ادارې( ۱۴۰۳ ه ل) کال تفصیلي پلان او د پالېسي او ستراتېژیک پلان نهايي کړی او هم یې د نوموړې ادارې په مالي ملاتړ د زندانیانو د درملنې، اعاشې، حرفوي زده کړې او بېلابیلې څانګې غښتلې کړې او هم یې په دې برخو کې یو شمېر نړیوالو مرستندویو بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړې دي.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب بدر د یادې برنامې په ترڅ کې په نظامي او امنیتي برخو کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل او ویې ویل، د دغې ادارې نظامي پرسونل ته د مسلکي او ښوونیزو کورسونو په (۵) دورو کې د مرکز او ولایتونو (۶۸۰) تنه افسران، ساتنمنان او ساتونکي روزلي او خپلو دندو ته یې په ستنیدو په چارو کې ښه والی راغلی دی.
دارز هغه زیاته کړه، دمګړۍ (۱۶۰) تنه نور نظامي پرسونل په یاد کورس کې په زده کړو بوخت دي.
همدا شان، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي اخندزاده ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، په تېر یوه کال کې یې د څرخي پله مرکزي زندان د ګارنېزیون په (۵۰) بستریز روغتون کې معالجوي، وقایوي او حمایوي امریتونه فعال کړي او د ۴۱۸۱۸۵ تنو زندانیانو او پرسونل درملنه شوې ده.
همدا راز، نوموړی زیاته کړه چې له اړتیا سره سم یې د هېواد په ټولو زندانونو کې د جوماتونو او نورو برخو د بیا روغونې چارې روانې کړې او په ځېنو ولایتونو کې یې د زندانونو لپاره نوې ودانۍ هم جوړې کړې دي.
په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې ویاند محترم محمدنسیم لالهاند وویل، یادې ټولې هڅې د زندانیانو د ژوندانه د ښه والي، هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو او سالمو بوختیاوو په موخه ترسره شوې دي او په راتلونکې کې به هم لا زیاتې شي.
بلخوا بیا د ادارې مسوولینو په خپل وار ملت ته د امارتي ادارو او وزارتونو د حساب ورکولو بهیر د برنامې په پای کې د خبریالانو او د رسنیو د استازو بېلابېلو اړوندو پوښتنو ته په تفصیل سره ځواب ووایه او د زندانیانو کورنیو ته یې ډاډ ورکړ، چې د هغوی د کورنیو غړي د امانت په توګه ساتل کېږي او د هغوی د ښې ساتنې او پالنې په موخه یې ټول شرعي او انساني حقوق خوندي کوي او ورته د اصلاح او بیا روزنې لپاره په ټول توان سره د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینې برابروي.
صفر المظفر۲۸ / ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت