د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د ادارې د یو شمېر ریاستونو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړله

په ياده ناسته کې د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې چې د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" هم شتون درلود د دغې ادارې د مقام د دفتر، اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو، پلان او پالېسۍ او مالي او حسابي ریاستونو له مسولینو سره په اړوندو ریاستونو کې د لاښې همغږۍ، چارو لا ښوالي، غوره پلان جوړولو، سهولتونو او خدمتونو برابرولو په هکله خبرې اترې وکړې.
داراز، د نوموړې ناستې په ترڅ کې یو شمېر ګډونوالو هم په اجنډا کې د شاملو او ځینو نورو مهمو مسایلو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال له خوا یې تر اورېدو وروسته په هکله د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو له مخې لازمې پرېکړې وشوې.
شوال المکرم ۲۴/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت