د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت راغلي پلاوي سره ولیدل

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۴۶

د زندانونوچارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، په ایران کې د افغانستان سفیر محترم مولوي فضل محمد "حقاني"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له راغلي  لوړ پوړي پلاوي سره چې مشري یې د عدلیې وزارت مرستیال وزیر ښاغلي عسکر"جلالیان" کوله ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ایران اسلامي جمهوریت څخه ا.ا.ا ته د زندانیانو د سپارلو او په منظمه توګه د هغوی د انتقال په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، د زندانونوچارو دسمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د ایران د اسلامي جمهوريت څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست و یلو تر څنګ زیاته کړه:« د زندانونو چارو د سمون ادارې نړېوالو څارونکو بنسټونو، سره صلیب او رسنیو ته د زندانیانو د لیدنو او د هغوي د وضعیت څخه د حال خبرونې په موخه زمینه مساعده کړې او له تاسو هم همدا هیله لرو څو په ایران کې د افغان زندانیانو له وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړو.

په همدې حال کې د ایران اسلامي جمهوريت څخه راغلي پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې د نشه یې توکو سره د مبارزې له توقیفخونې او توقیفیانو څخه له نږدې لیدنه وکړه او د هغوی لپاره د برابرشویو اسانتیاوو او خدمتونو وړاندې کولو څخه یې خوښي څرګنده کړله.

همداراز، پلاوي د زندانونوچارو دسمون ادارې له رهبرۍ څخه د ښې همغږۍ په موخه مننه وکړله او زیاته یې کړله چې د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو همکاریو په لړ کې د ترسره شویو توافقاتو پر بنسټ له ایران څخه د افغان زندانیانو انتقال بهیر ته د دوام تر خوا به په دې تړاو د ا.ا.ا. سره لازمه همکاري وکړي.  

په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري راغلي پلاوي ته د زندانیانو لپاره د برابرو شویو سهولتونو، ښوونېزو پروګرامونو او حرفوي زده کړو وېډیویي رېپوټ وړاندې شو چې نوموړو هم د غوره چوپرتیاوو برابرولو په پار خوښي څرګنده کړله.  

 

جمادي الاول ۱۴/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۲۰
Background image

رولایتي خبرونه: د پکتیا ولایت د زندان د امنیتي پرسونل او زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختمونه پایته ورسېدل

د یاد زندان رئیس محترم قاري عبد الغني "عادل" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا میاشت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د پروان، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، پنجشیر او لغمان ولایتونو د زندانونو څخه (۸۳۹) تنه نارینه، ښځینه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

ولایتي خبرونه: (پروان، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، پنجشیر، لغمان)

د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یادو ولایتونو د زندانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د تخنیک او وسلو عمومي مدیریت له یو شمېر نظامي مسوولینو سره د چارو د لاښوالي او پرمختګ په موخه ناسته وکړله

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د تخنیک او وسلو عمومي مدیر سمونوال مولوي محمد برات "ابوبکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې. . .

BACK TO NEWS