د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ پلاوي بدخشان، بلخ، کندز، تخار، بغلان او سمنګان ولایتونو ته سفر وکړ

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۹:۳۴
سفر رییس عمومی به ولایات

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د امنیتي قطعې د ارکان رئیس محترم مولوي حبیب الله "رحماني" او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون یو پلاوی لومړی د بدخشان، بلخ، کندز او بغلان ولایتونو له محترمو والیانو سره ولیدل او له نوموړو سره یې د یادو ولایتونو په زندانونو کې د برابرو شویو اسانتیاوو، خدمتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل.

داراز، نوموړو  والیانو د زندانونو چارو د سمون ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دې ولایتونو د زندانونو د مسوولینو له لوري زندانیانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو له امله مننه او زیاته یې کړله چې یادې ادارې تل د زندانیانو ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه او په ښه توګه یې د هغوی ساتنه او پالنه کړې نو دوی به هم دغې ادارې سره په دوامداره توګه خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

همداراز، تر دې وروسته د محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري په مشرۍ پلاوي د یادو ولایتونو د زندانونو د وضعیت ارزونې په موخه په جلا جلا توګه له نوموړو زندانونو لیدنه وکړله او له مسوولینو سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

په ورته مهال، محترم الحاج مولوي مستري له یادو مسوولینو او پرسونل سره په خبرو کې وویل: « ستاسو ښه چلند پر بندیانو مثبته اغېزه لري او د دې لامل کېږي، چې هغوی هم لکه تاسو ښه کارونه وکړي او د یو ګټور وګړي په توګه بیا له ټولنې سره یوځای شي».

په ورته وخت کې، پلاوي له زندانیانو سره هم وکتل او ورته یې په خبرو کې زیاته کړله چې زموږ د راتلو موخه دلته ستاسو د ستونزو حل دی او ستاسو وضعیت په ارزولو سره غواړو په بېلابېلو برخو کې لازم امکانات درته برابر کړو، تاسو هم په بند کې خپل وخت ضایع نه کړئ، دیني او عصري علوم زده کړئ او بله دا چې زندان ستاسو لپاره له جرمونو د پرېښودو او اصلاح ځای دی ، نو خپل ځانونه په اسلامي روحیه سمبال او د بند مودې پای ته رسیدو سره ټولنې ته د خدمت جوګه شئ.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف" مستري" په مشرۍ بلخ، کندز، بدخشان، تخار، بغلان او سمنګان ته تللي پلاوي د یادو ولایتونو د زندانونو له مسوولینو سره په لیدنو کې، د پرسونل او زندانیانو لپاره د روغتیايي، اعاشوي، اباتوي او نورو خدمتونو وړاندې کولو، د ژمي لپاره د امکاناتو، د حمام لپاره د تودو اوبو، د ژمنیو، حفظ الصحې او نورو اړتیا وړ توکو برابرولو په اړه هراړخیز بحث او په سمدستي توګه یې هغو بېړنیو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړه، چې په ولایتي کچه د حل وړ وې، او هغه چې حل یې ډېر وخت ته اړتیا لرله او د ادارې په مرکزي مربوطه مسوولینو پورې یي اړه لرله د هغوی له خوا د حل ژمنه وکړله.

همدا شان، محترم الحاج مولوي مستري د زندانونو مسوولینو ته زیاته کړله چې تر خپل لاس لاندې کارکوونکو سره ښه چلند، له حاله يې ځان خبر او ستونزو ته یې په وخت رسېدنه وکړي او له کارکوونکي څخه یې و غوښتل څو د خپلو مشرانو اطاعت او ورسپارل شوې چارو په اخلاص سره سرته ورسوي.

هېره دې نه وې چې د دې سفر په ترڅ کې د محترم مولوي محمدیوسف" مستري" په مشرۍ پلاوی د بغلان ولایت د محترم والي په شتون کې د دې ولایت د زندان مسوولینو او پرسونل ته محترم مولوي نعمت الله سراجي د نوي امر په توګه معرفي او په چارو کې یې ورته د بریاوو هیله وکړله.

 

رجب المرجب ۱۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS