د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د برخې له ریپورټر سره ولیدل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۲۰:۱۸
رییس عمومی

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د اقتصادي برنامو او تعمیراتو رئیسان هم ورسره وو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو له ریپورټر ښاغلي ریچارډ بېنټ او مل همکارانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. 
ښاغلي بېنټ په دې لیدنه کې وویل، هڅه کوي د کره اسنادو او لیدنو پرمټ په ټول افغانستان په ځانګړې توګه زندانونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه معلومات راټول او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې یې ریپوټ شریک کړي.
د دغې ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" هم له یاد سازمان څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د ادارې رهبرۍ او ټولو مسوولینو د ا.ا.ا د مشرتابه له خوا دې ادارې ته د استول شوې ۳۹ ماده ییزې کړنلارې له مخې د ازادۍ سلب په ټولو مرکزونو کې د بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو بشري حقونو ته درناوی کړی او تر خپلې وسې زیات هغوی ته په روغتیايي، اعاشې، اباتې، ښوونې او روزنې او نورو اړتیا وړ برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
محترم مستري له نوموړي ریپورټر سره د خبرو پرمهال په ټینګار سره وویل: « زه او همکاران مې که له یوې خوا په ازادۍ سلب مرکزونو کې د بشري حقونو د رعایت ډاډ درکوو، له بلې خوا تاسو ته له دې مرکزونو څخه د لیدنې زمینه برابروو او له بلې خوا له تاسو غواړو، څه مو چې د خپلې لیدنې او ارزونې په ترڅ کې ترلاسه کړل، هغه به په رېښتونې توګه او پرته له سانسوره ملګرو ملتونو سازمان سره شریکوئ».
د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو د برخې ريپورټر ښاغلي بېنټ د دې غوښتنې په منلو سره وویل، « زه به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې دا خبره هم وکړم، چې ستاسو له خوا د افغانستان پر اوسني نظام د بندیزونو له کبله د بندیانو په ګډون د نورو خلکو بشري حقونو ته هم زیان رسېدلی دی».
ښاغلي بېنټ او همکاران یې تر دغې لیدنې وروسته د کابل ولایت ښځینه زندان او توقیفخونې ته ولاړل او هلته یې د ښځينه زندانیانو او توقیفیانو د وضعیت له ښه والي څخه خوښي وښوده.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ او مسوولینو تر دې وړاندې هم، بېلابېلو مرستندویو ملي او نړیوالو بنسټونو او موسسو سره د بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو د وضعیت او بشري حقونو د رعایتولو بهیر ارزولو لپاره د لیدنې زمینه برابره کړې ده، خو یادو بنسټونو او موسسو د دوی د ستونزو هوارۍ او د رسېدنې پروسې د غښتلیا لپاره یواځې ۵ سلنه ژمنې عملي کړې دي.

ربېع الاول- ۲۲/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۳۶
Background image

د کابل ولایت څرخي پله مرکزي محبس کې د محبوسینو ترمنځ د فوټسال ټورنمنټ د نهم بلاک د لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېد

دغه ټورنمنټ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د ټول شموله ورزشونو امریت په تخنیکي همکارۍ د نوموړي محبس د (۷). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د لغمان ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر مسوولینو یې ملتیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (زابل، هرات، بادغیس، پروان) د زابل ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ ترسره شوې

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د دغه زندان امر ملا حکمت الله خطاب او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو برخه لرله، د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو. . .

BACK TO NEWS