د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ۲۰ مه ناسته کې د مرکز او ولایتونو پر یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۰:۲۴
کمیسیون

ياده ناسته چې نن(شنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید"، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، او د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله "بکتاش" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو د اړتیا وړ مهمو تخنیکي موضوعګانو په هکله خبرې اترې او مسوولینو ته د قانون په رڼا کې لازمې لارښونې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د نوموړي کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او مربوطه مهمو مسایلو څېړل، بحث او د شرعي اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.
 
شعبان المعظم ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۵۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ناسته کې د مرکز او ولایتونو پر  یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

ياده ناسته چې نن(پنجشنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو د کشف (۴۱) تنو امرینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۴۱) تنو د کشف امرینو د یوې میاشتې زده کړو په دوره کې برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۳۴
Background image

د پکتیا ولایت د مرکزي زندان د ښوونیزو برخو څخه ۵۱ تنه زندانیان فارغ شول

د دې ولایت د زندان د ښوونیزو او روزنيزو برخو څخه ۵۱ تنو زندانیانو د دیني، عصري، حرفوي، مسلکي او د انګلیسي ژبې زده‌کړو بشپړولو سره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو. . .

BACK TO NEWS