د زندانونو چارو د سمون ادارې د کارکوونکو چارو رئیس د چارو ادارې عمومي ریاست څخه راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۲۴
منابع بشری

د دې ادارې د کارکوونکو رئیس محترم مولوي ضیاء الرحمن "سعید"، په داسې حال کې چې د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد" او د یاد ریاست کارکونکو هم شتون درلود، چارو ادارې څخه راغلي پلاوي سره د لیدنې ترڅنګ د یادې ادارې د پرسونل د ظرفیت لوړونې په موخه د زده کړه ییزو پروګرمونو په اړه خبرې وکړې.

دا راز، محترم ضیاء الرحمن چارو ادارې څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ملکي او نظامي پرسونل د ظرفیت لوړونې په موخه بېلابیل سمینارونه او  ورکشاپونه یې ترسره کړي او دغه لړۍ دوام لري.

 

محرم الحرام ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۱۸
Background image

د هلمند ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د حرفوي زده کړو نوي شاپونه پرانېستل شول

د هلمند ولایت په زندان کې د زندانیانو د اصلاح، ځان بسیاینې او ټولنې ته د بېرته اغېزمن ادغام په موخه، د ډاکار موسسې له لورې د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د زندان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۹
Background image

د بلخ ولایت والي په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان د نوي کمپلکس له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د دې ولایت والي محترم الحاج مولوي محمد یوسف"وفا" په پیل کې، د یاد ولایت د زندان رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" سره د لېدنې پرمهال د زندان پر عمومي وضعیت او زندانیانو په اړه بحث او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۵۶
Background image

ولایتي خبرونه (پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر) د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د زندانونو د مسوولینو ترمنځ د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمنتیا په موخه ګډه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو ګډون کړی چې په کې د زندانونو د اداري، امنیتي او خدماتي چارو د لا ښه تنظیم، د شته ستونزو د حل، د کاري تجربو د شریکولو او د همغږۍ د. . .

BACK TO NEWS