د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ مسلکي چارو مرستیال د ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۴:۲۶
خبر تعلیم تربیه

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" د نوموړې ادارې د تخنیکي او مسلکي کمېټې د کاري بهیر د ارزونې ترڅنګ د کمېټې رئیس او غړو سره ولیدل او د تخنیکي او مسلکي مسایلو په اړه ورسره خبرې اترې وکړې،

داراز، محترم قاري عبدالله همدرد د تخنیکي او مسلکي کمېټې رئیس محترم مولوي عبدالله حقیق او غړو کاري بهیر مثبت یاد کړ او د چارو د لا ښه ترسراوي په موخه یې  ورته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان د دې لیدنې په پای کې د شرعي اصولو او د هېواد نافذه قوانینو سره سم لازم تصمیمونه ونیول شول.

 

ربیع الثاني ۲۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۵۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون په ناسته کې د مرکز او ولایتونو پر  یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې

ياده ناسته چې نن(پنجشنبې) د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو د کشف (۴۱) تنو امرینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۴۱) تنو د کشف امرینو د یوې میاشتې زده کړو په دوره کې برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۳۴
Background image

د پکتیا ولایت د مرکزي زندان د ښوونیزو برخو څخه ۵۱ تنه زندانیان فارغ شول

د دې ولایت د زندان د ښوونیزو او روزنيزو برخو څخه ۵۱ تنو زندانیانو د دیني، عصري، حرفوي، مسلکي او د انګلیسي ژبې زده‌کړو بشپړولو سره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو. . .

BACK TO NEWS